آریانانیوز: دیو خبر له مخې د چین د دفاع وزارت ویاند په بیجنګ کښې په یوه خبري غونډه کښې وویل: په دې مانوره کښې چې په پاکستان کښې ترسره کیدونکې ده، د چین جنګي الوتکې، بمبار الوتکې او خبرداري ورکونکې الوتکې به پکښې ګډون وکړي.
هغه د چین او پاکستان د هوايي ځواکونو د مبادلاتو او ملګرتیاؤ ژورتیا، د دواړو هیوادونو د پوځي ځواکونو د توان لوړتیا او د سیمې د صلحې او ثبات ساتنه د دې مانورې د ترسره کیدو مهم اهداف وبلل.