برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دابوبکربغدادی دنوی ویډیوپه اړه دآمریکاغبرګون

آریانانیوز: دداعش ترهګری ډلګی مشرابوبکرالبغدادی لخواخپره شوی ویډیویی پیغام دآمریکاغبرګونی یی راپارولی دی.



دیورونیوزپه راپوردداعش دترهګری ډلګی مشرابوبکرالبغدادی لخواخپره شوی نوی ویډیوپیغام په چټکی سره دنړۍ درسنیوپه چورلیزبدل شو.آمریکا ټینګاروکړ.چی ددغی تاوتریځوالی اوافراط پالنی مشرانودتعقیب کولواونیولوهڅوته به دوام ورکړی.
دآمریکا دبهیرینوچارووزارت ویاندیو ددغی خپره شوی ویډیوڅوساعته وروسته ادعاوکړه.چی نړیوال ائتلاف ددغوتروریستانوبشپړه تباه کولودخپل ماموریتونه دوام ورکوی. اوهڅه کوی چی ددغی ډلګی ټول قومندانانوونیسی اوعدالت ته وسپاری.
هغه پردی موضوع په ټینګارسره چی داعش یوماټه خورلی ډلګی ده وویل. دآمریکا کارپوهان ددی ضبط شوی ویډیودڅیړنی په حال کی دی .چی ددغی ډلګی له مشر لخوا خپره شوی ده.
دغه ویډیوپس له څیړنی استخباراتی اداروته سپارل کیږی.چی دهغه داعتباراورښتیاوالی
لاسته راسی.
دآمریکادملی دفاع وزارت (پنټاګون ) دداعش ډلګی دمشردنوی ویډیودخپریدوپه اړه غبرګون وښودلی.
شون رابرتسون دپنټاګون ویاندیواعلام وکړی.دفاع وزارت چارواکودخپره شوی نوی ویډیوترلاسه کړی.اودهغه په اړه دڅیړنی په حال کی دی.اوڅرګنډه کړه.چی آمریکا اودهغه انډیوالان په ملاتړی سره دداعش دبشپړه نابودی پوری خپل ماوریت ته دوام
ورکوی. (بایدووایو چی دداعش له ترهګری ډلګی سره مبازره دآمریکا یوتښ اوغولونکی ادعاده)

شریک یي کړئ!