برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جاپان کې د اسلامي ښوونو لپاره ځانګړی ښوونځی

آریانانیوز: جاپان کې د نړۍ تر ټولو پرمختللو هېوادونو کې شمارل کيږي، هلته د ماشومانو او نجونو لپاره د دنيايي تعليم هر ډول اسانتيا شته، خو د مسلمانانو د ماشومانو لپاره د اسلامي ښوونو او روزنو ښوونځي نه و، چې اوس دغه تشه هم له منځه تلونکې ده.


د پاکستان او بنګله ديش يو شمېر فعالانو په پلازمېنه ټوکيو کې د اقراء انټر نيشنل اسلامي ښوونځی جوړ کړی، چې هلته د کيمريج پوهنتون په سويه د دنيايي تعليم سربېره پراخې ديني ښوونې هم ورکول کيږي.
د وروسته پاتې نړۍ اوسېدونکي د ښه ژوند او لوړو زده کړو لپاره خپل بچي لويديځ، جاپان او نورو پرمختللو هېوادونو ته لېږي او ډېر خلک هلته له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي.
په کفري هېوادونو کې د مسلمانانو د نوي نسل او عامو خلکو تر ټولو ستره ستونزه د ديني ښوونو نه شتون وي، خو اوس د مسلمانانو ځايي ټولنې د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره جدي کار کوي او تر ډېره په غربي او نورو کفري هېوادونو د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته شوي دي.
د اقراء انټر نېشنل اسلامي مرکز دوو مشرانو اسد او مصطفی رسنيو ته ويلي، چې د مسلمانانو د ديني ښوونو د کمښت او نه اسانتيا پر اساس يې پرېکړه وکړه، چې د تعليم د ماهرينو او متخصصينو په مرسته په پلازمېنې ټوکيو کې يو ځانګړی ښوونځی جوړ کړي، چې په کې د دنيايي تعليم سربېره ديني زده کړې هم وي.
په دغه مرکز کې تر اوسه د زده کوونکو شمېر اتيا پورې رسېدلی، خو د مرکز مشرانو په جاپان کې له مېشتو مسلمانانو غوښتي، چې خپل بچي پر دين او اسلامي بنسټيزو علومو د پوهې لپاره اقراء انټرنيشنل مرکز ته ولېږي.

شریک یي کړئ!