برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جاپان خلکو بیا د امریکا د عسکرو د وتلو غوښتنه

دیورپوټ له مخی د جاپان د اوکیناوا(Okinawa Island) خلکو یوځل بیا په دغه جزیرې کښې د امریکا د پوځی شتون په دوام اعتراض وکړ .


د جاپان د اوکیناوا جزیرې په سلګونو خلکو پرون دپرله پسې دریمې(۳) ورځې لپاره په اوکیناوا کښې د هنوکو په نوم د امریکا د نوی اډې د جوړیدا په وړاندې غونډې سره له دغه اډې او دامریکا د عسکرو له شتون سره مخالفت وکړ .
د جاپان اعتراض کونکو ټینګار وکړ امریکا په اوکیناوا کښې د نوی اډې په جوړولو سره ددغه جزیرې امنیت او ثبات په خطر کښې اچولی دی .
دجاپان خلکو په ځلونو دامریکا پرضد د مظاهرو په ترسره کولو سره له خپل هیواده دامریکا دعسکرو د وتلو غوښتنه کړی ده .
د دوهم نړیوال جنګ(World War II) له ختمیدا وروسته دامریکا له کابو پنځوس زره(۵۰۰۰۰) عسکرو څخه کابو پینځویشت زره(۲۵۰۰۰) د جاپان په اوکیناوا ټاپو کښې دیره دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي