برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ترکیې په سلګونو کډوال په وهلو ټکولو سره سوریې ته ستانه کړي دي

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار سازمان نن اعلان وکړ، چې ترکي چارواکو د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې سلګونه سوري کډوال ایستلي او له نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونې سره یې سوریې ته د ستنېدو لپاره اړ کړي دي.


د یورونیوز د راپور له مخې، ترکي چارواکو سوري وګړي د دوی په کورونو، کارځایونو او کوڅو کې توقیف کړي او د داوطلبانه راستنیدو فورمو له لاسلیک کولو وروسته یې د سوریې شمالی برخو ته ستنیدلو ته اړ کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د سوریې د کډوالو د شړلو عملیات د ترکیې له کارنامې سره چې د هغه هېواد په توګه چې د ډېرو کډوالو کوربه توب کوي په ټکر کې دي.
تر دې مخکې ترکیې د سوري کډوالو د «جبري شړلو» ادعا رد کړې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې له ترکیې غوښتي چې د سوریې د کډوالو د نیولو، وهلو او شړلو او د سوریې شمال ته د هغوی د لېږدولو عملیات دې پای ته ورسوي،

هغه له انقرې وغوښتل چې د دې ضمانت وکړي چې امنیتي ځواکونه او د مهاجرت چارواکي د سوریې او نورو توقیف شویو بهرنیو اتباعو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار نه اخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان د خپل راپور په یوه بله برخه کې لیکلي، چې ترکیې د سوریې د کډوالو د منلو په بدل کې چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو د شمېر څلور چنده دي له اروپايي ټولنې څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي