برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ میزان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترافیکي پیښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

آریانانیوز: د امریکا په نیویارک ایالت کې د موټر د ټکر له امله درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوي.


د نیویارک پولیسو ویلي چې دغه پیښه له ښاره بهر په سکوهري نومي سیمه کې رامنځته شوې.
امریکایي رسنیو د پولیسو له خولي خبر ورکړي چې، لیموزین موټر چې د کلیزي لمانځونکي ډلي پکي سفر کاوه، داسي ښکاري چې د تیز رفتاري په وجه د چلوونکي له کنتروله وتلی او په مارکیت وردننه شوی دی.
پولیس وایی، د لیموزین ټوله سپرلۍ چې 18 تنه وو او دوه نور لارویان ځای پرځای وژل شوي.

د یادې پیښې لامل د لیموزین موټر زیاته تیز رفتاري ښودله شوې، خو پولیسو ویلي چې د پیښې اصلي لامل تر اوسه کره نه دی، په اړه يي څیړنې دوام لري، په وینا یې وروسته به یې بشپړ جزئیات خپاره شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه