برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ایا داعش د اوکراینیانو ترڅنګ جنګیږي؟

انګلیسي ورځپاڼې "دي سن" داسې انځورونه خپاره کړي چې په کې د اوکراین په جګړه کې د سرتېرو پر یونیفورم د داعش کلمه لیکل شوې ده.


یوې انګلیسي ورځپاڼې د اوکراین د پوځ د ۲۴۱مې لوا یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې د داعش ترهګرې ډلې لوګو د پوځیانو په یونیفورم کې دی.

دا ویډیو په یوټیوب پلیټ فارم کې د دي سن ورځپاڼې په رسمي اکاونټ کې خپره شوې.

څه موده وړاندې، اسوشیټیډ پریس یو لړ عکسونه او یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا د کییف ځینې جنګیالي د دونیتسک په سیمه کې په لومړۍ کرښه کې ښودل شوي. په دغو عکسونو کې هغه سرتېری چې د دې امریکايي خبري اژانس له خوا د اوکرایني قطعې د قوماندان په توګه معرفي شوی او «کورت» نومېږي، په چپ لاس کې د داعش نښه لري.

 

 

شریک یي کړئ!