برخه -څانګه : economic, world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

امريکې ته د چين يو ځل بيا خبردارے

د یورپوټ له مخې ژانک شان د چين د خلق ملي کنګرې په کلنۍ غونډه کښې د امريکې لخوا د فولادو او اېلومېنيم د ګمرکي محصول له زياتولو سره د چين مخالفت ته په اشارې سره وويل: چين تجارتي جنګ نه غواړي او په دې کار کښې به وړومبے نه شي.
هغه تاکيد وکړ، په تجارتي جنګ کښې هيڅوک ګټونکے نه وي او يوازې به د چين او امريکې لپاره د غميزې د رامنځته کېدو سبب شي او نړيواله وده به په ټپه اودروي.
دا په داسې حال کښې دي چې د جاپان چارواکو هم د امريکې لخوا په وارداتي اېلومونيمو او فولادو باندې د محصول د معاف کولو غوښتنه وکړه.
چين په ځلونو ويلي دي چې که د امريکې له تجارتي اقداماتو سره مخامخ شي نو له خپلو روا حقوقو او ګټو څخه به دفاع وکړي.

شریک یي کړئ!