آریانانیوز: دپاکستان احتساب ادارې او دغه راز نورو محکمو په همداروستیو کې د حکومتی او پوځی چارواکو په شنې اشارې سره د درغلیو ،مالی فساد او له اختیاراتو د ناسمو استفادو په تور د سیاستوالانو نیولل او بندی کول پیل کړی دی ،خو ځینی خبرې سرچینې وائی چې ممکنه ده له دغو اقداماتو په پاکستان کې سیاسی ترینګلتیاوې به یو ځل بیا لاپسې خرابې شی او دعمران خان حکومت لپاره به یولړ سرخوږی رامینځة کړی .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورر اکړ د پاکستان احتساب ادارې پرون په دغه هیواد کې د پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری له نیول کیدا وروسته دځینو نورو سیاستوالانو دنیولو احتمال هم څرګند کړی ؤ ، چې په دوام کې ئې نن دپنجاب صوبې د اپوزیشن مشر او دنواز شریف د کورنۍ پاتې سیاسی شخصیت حمزه شهباز ئې هم نن په لاهور کې د عدالت په انګڼ کې د ضمانت د اپیل د ردیدا په وخت د قانون په منګولو کې ګیر کړ او په لاهور کې ئې د نیب ادارې مرکز ته منتقل کړ .وئیل کیږی احتساب ادارې له محکمې د حمزه شهباز د سختې پلټنې حکم هم ترلاسه کړی دی .داپه داسې حال کې دی چې په پآکستان کې د مسلم ن څانګې او د پیپلز ګوند دمشرانو په نیول کیدا ځینو سیمو کې خلکو اعتراضونه هم کړی دی .
له دې سره په یووخت په یوه بل خبر کې هم وئیل شوی د ایم کیو ایم غورځنګ جلاوطن مشر الطاف حسین هم چې له کلونو کلونو راهسې په لندن کې دیره دی او له هغه ځایه دخپل ګوند یعنی دایم کیو ایم دمشرۍ ادعا کوی ، نیول شوی او محکمې ته بیولل شوی دی .
راپورونه ښئ د پاکستان احتساب ادارې او دغه راز نورو محکمو په همداروستیو کې د حکومتی او پوځی چارواکو په شنې اشارې سره د درغلیو،مالی فساد او له اختیاراتو د ناسمو استفادو په تور د سیاستوالانو نیولل او بندی کول پیل کړی دی ،خو ځینی خبرې سرچینې وائی چې ممکنه ده له دغو اقداماتو په پاکستان کې سیاسی ترینګلتیاوې به یو ځل بیا لاپسې خرابې شی او دعمران خان حکومت لپاره به یولړ سرخوږی رامینځة کړی .