برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

یونیسف: غزه کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی باید ودرول شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې په یوه بیان کې د غزې په تړانګه کې پر التابعین ښوونځي برید غندلی او ټینګار یې کړی چې پر ښوونځیو بریدونه باید ودرول شي.


د ملګرو ملتو د ماشومانو ادارې (یونیسف) د غزې په تړانګه کښې د التابعین په ښوونځی کښې د صهیونیسټی رژیم په جنایتونو سخته نیوکه وکړه.

دغه نړیوال سازمان اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې په یوه ښوونځی باندې د یوې بلې حملې ویرونکی رپوټونه خپاره شوی دی.

یونیسف ټینګار وکړ: د ښوونځیو او سرپناهونو ملاتړ باید وشي او د ماشومانو پروړاندې دا تاوتریخوالی باید ودرول شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې زیاته کړه: پر ښوونځیو او پناه ځایونو باید بریدونه ونه شي، ځکه ماشومان امنیت ته اړتیا لري.

د غزې د ملکي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د سهار د لمانځه پر مهال د التابعین په ښوونځي له بمبارۍ وروسته سخته اور ولګېد او د ګڼو شهیدانو جسدونه یې وسوځول.

په دغه جنایت کښې له سلو زیات فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول. صهیونیسټي پوځ هم د دغه نوي جنایت په ترسره کولو اعتراف وکړ او د تل په شان یې په خپل توجیه کښې ادعا وکړه چې دغه ښوونځی د حماس د فعالیتونو مرکز و او له همدې کبله یې بمبار کړی دی. هغه جنایت چې په پایله کې یې زیات شمیر فلسطینی ماشومان، ښځې او بوډاګان چې لا په خوب ویده وو، شهیدان او ټپیان شول او همدا راز په لسګونو فلسطینیان چې د سهار د لمانځه لپاره یې تیاری نیولی وو.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي