برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ جدی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کشمیر ته نور زرګونه پوځیان لیږل

آریانانیوز: دیوراپور په اساس د خبر له مخې مسعود خان په کشمیر کښې د یوې بلې غمیزې د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل: هندوستان کشمیر ته د څلور لکو پوځي ځواکونو د لیږلو تیاری کوي څو د دغې سیمې امنیت ګډوډ کړي.
مسعود خان زیاته کړه: که دغه پوځیان کشمیر ته لاړ شي نو له کشمیریانو سره به یې جنګ او نښتې کلونه کلونه اوږدې شي او راتلونکي نسلونه به هم د سترو ناندریو کتونکې وي.
د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر مشر وویل: هند هڅه کوي چې د کشمیر د خلکو ترمینځ اختلاف واچوي او له دې لارې کشمیري مشران نابود کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر مسلمانان د مودي د حکومت خلاف خپل مقاومت جاري وساتي او پرې نږدي چې نوی ډیلی په کشمیر کښې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.
د نوې ډیلي حکومت په تیرو دریو لسیزو کښې له یو لاکه زیات کشمیریان وژلي او هم داشان لس زره کسان بیخي بې درکه شوې دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه