امریکايي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي پوځيان له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې له امریکايي هويته ګټه پورته کوي.
د امریکا وټرنز ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې امريکايي پوځيان له ۲۰۰۴ راهيسې په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او له نشهيي توکو سره په مبارزه بوخت دي او د دې لپاره له امريکايي هويته ګټه پورته او خپل هويتونه پټ ساتي.
د ورځپاڼې په وينا اسرائيلي پوځيان د خپل هويت په ښکاره کېدو وېريږي او نه غواړي، چې څوک يې د اسراييلو په توګه وپېژني.
دغه امریکايي سرچينه وايي، چې اسرائیلي عسکر له افغانستانه د ایران پر ضد او همدارنګه د اسراييلي استخباراتو «موساد» په مرسته له سوريې او عراقه افغانستان ته د داعش وسلهوالو په لېږد هم مرستې کوي.
د وټرنز ټوډې د راپور پر بنسټ د جلال اباد هوايي ډګر کې د موساد غړو اتلس مياشتې وړاندې د داعش د روزنې لپاره يو مرکز جوړ کړی او داعش وسله وال ورته له ترکيې او عراقه راوړي.
تر دې وړاندې د روسيې راسيسکا ګازتا ورځپاڼې هم ليکلي و، چې د اسرائيلي ځانګړو ځواکونو نوي تنه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
دغې روسيې ورځپاڼې په خپل راپور کې ويلي و، چې اسرائيلي پوځيان د خپل هويت د افشا کېدو له وېرې له امريکايي هويته ګټه پورته کوي او ځانونه امریکايان معرفي کوي.
په افغانستان کې د اسراييلي پوځيانو د شتون خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان له اسراييلو سره هېڅ ډول ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او که دا خبره رښتيا شي، نو اسراييلي يرغلګر له جعلي هويت څخه په ګټه اخيستو افغانستان کې پراته دي.