آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د فرانسې لومړی وزیر ایډورډ فیلیپ د هیواد له اعتراض کونکو وغوښتل خپل کاربندیزونه پاې ته ورسوی ورسوی . هغه له اعتراض کونکو وغوښتل هغه کاربندیزونه چې نن څلویښتمې (۴۰) ورځې ته ورننوځی پاې ته ورسوی .
د فرانسې لومړی وزیر ایډورډ فیلیپ د متقاعد کیدا د عمر د زیاتیدا په هکله له پلانونو له شاتګ وروسته چې مخکې ورباندې اعتراض کیده نیت لری د متقاعد کیدا د اصلاح پلان تر اخره پورې مخ ته بوځی .
د اقتصادی سیاستونو په تیره بیا د متقاعد کیدا د نظم د اصلاح په هکله له حکومت سره د فرانسې د تجارتی او د کارګری اتحادیو ترمینځ په خبرو اترو کښې بندون اوس هم دوام لری او دواړه لوری تراوسه هیڅ موافقې ته نه دی رسیدلی .