آریانانیوز: د عراقي سرچینو په وینا ، د داعش ترهګرې ډلې یو مهم قوماندان د هیواد په شمال کې په عملیاتو کې نیول شوی دی...
د موازین نیوز په وینا ، یحيی رسول، د عراقي وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند، اعلان وکړ چې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم قوماندان د هیواد په شمال کې د کمانډو عملیاتو په لړ کې نیول شوی وو.
هغه په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل: د عراقي ترهګرۍ ضد سازمان ځانګړي ځواکونو د کومانډو عملیاتو په لړ کې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم قوماندان نیولی دی. دغه عملیات د سویل لویدیز کرکوک ولایت په وادي زغیتون سیمه کې د یو مطلوب ترهګر د نیولو لامل شوی.