آریانانیوز: د امریکا د وسلوالو تاؤتریخوالود احصایو دثبتونکی مرکز له قوله راپور راکړی . په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دامریکا په بیلابیلو سیمو کې د ډزو ۶۴موردونه ثبت شوی دی ، چې له امله ئې شل کسان وژل شوی او ۳۴نور ټپیان شوی دی
ددغه را پور په اساس ، دتیرې سه شنبې اوچارشنبې په ورځو کې هم د ډزو یوسل شپاړس موردونه ثبت شوی چې له امله ئې درې دیرش کسان وژل شوی او ۷۲نور ټپیان شوی وو
په تیرو ۴۸ساعتونوکې د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو یوسل اتیا موردونه راپور شوی دی چې په نتیجې کې ئې ۵۳کسان وژل شوی اویو سل شپږ ټپیان شوی دی
د امریکا په بیلابیلو سیمو کې په ګرَمو وسلو سره د ډزو له امله په کال کې په زرګونو امریکایانو ته مرګ ژوبلې اوړی . وسلوال تاؤتریخوالی دامریکائی ټولنې یوه تر ټولو مهمه ستونزه ده چې قانون جوړونکو تر دې دمه په دې اړه د وسلو د پیرپلور دشرکتونو دنفوذ له امله د وسلو د محدودولو هیڅ ډول قانون نه دی جوړ کړی او د امریکا ولس ئې د وسلو د پیرپلور دشرکتونو په رحم وکرم پریښودلی دی.