آریانانیوز: دیو راپور له مخې اسلام اباد ته د سعودي ولي عهد سفر په پاکستان کې د مدني ټولنو،د بشري حقوقو د فعالانو او د پاکستان د محصلانو او مذهبي غورځنګونو له اعتراض سره مخامخ شوی دی.
څو ورځې مخکې په دغه سفر په اعتراض کې د پاکستان په مختلفو ښارونو منجمله اسلام آباد او راولپنډۍ کې د ال سعود په خلاف مظاهرې ترسره شوې.
د پاکستان خلک د پاکستان په کورنیو چارو کې د عربستان لاسوهنې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د ستونزو د جوړیدو سبب ګڼي او باوري دي چې عربستان او ځينې عرب دولتونه هڅه کوي خپلو یرغلیزو هدفونو ته د رسیدلو لپاره پاکستان د سیمې په بحرانونو په تیره بیا د یمن په جنګ کې ښکیل کړي او ترې ګټه پورته کړي.