آریانانیوز: د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر اویګډر لیبرمین بیګا وویل چې دغه سرحدي لاره به نن (دوشنبه) پرانیستله شي.
صهیونیسټ رژیم د روانې آګست میاشتې له نولسمې څخه د غزې تړانګې او نیواکي فلسطین په پولو کښې د فلسطینیانو د مظاهرو په پلمه د غزې په شمال کښې بیت حانون نومې سرحد تړلی و.
بیت حانون سرحد په بشپړه توګه د صهیونیسټي رژیم په ولکه کښې دی او له دغې لارې د یاد رژيم په اجازت نامې سره ناروغان او زخمیان اردن یا د اردن سیند لویدیځې غاړې ته منتقلیږي او همداشان غزې ته د سفارتکارانو، بهرنیو پلاویو، جنرلسټانو، کارګرانو او تاجرانو د ورتګ لاره ده.