برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محمود عباس – د فلسطین ملت نور دامریکا مینځګړیتوب نه منی

دیورپوټ له مخی د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرونی جنایت په غندلو سره وویل د فلسطین ملت نور دامریکا مینځګړیتوب نه منی . په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرونی جنایت په غندلو سره وویل د فلسطین ملت نور دامریکا مینځګړیتوب نه منی.


هغه د صهیونیسټ رژیم لخوا بیت المقدس ته د امریکا د سفارت په انتقال د لسګونو اعتراض کونکو فلسطینانو د وژلې په غندلو سره وویل په دغه جنایت سره عملا د اسرائیلو درژیم او د فلسطینیانو ترمینځ دسولې په بهیر کښې دامریکا مینځګړیتوب پاې ته رسیدلی دی .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په غزې تړانګې کښې دپرون ورځې د شهیدانو په احترام په کورواکه سیمو کښې ددرې (۳)ورځې ماتم په اعلانولو سره وویل په بیت المقدس کښې دامریکا نوی سفارت د بیت المقدس په ختیځ کښې د ښارګیو جوړونې ته د روا والی د وربخښلو لپاره اقدام دی .
هغه وویل له ټولو ظلمونو او دباونو سره سره دفلسطین خلک له خپلې سوله ایزې مبارزې لاس نه اخلی او دغه مبارزې ته د فلسطین د خپلواکه هیواد تر جوړیدا پورې دوام ورکوی .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر ویاند نبیل ابو ردینه هم ویل په قدس کښې د امریکا دنوی سفارت پرانیستل په سیمه کښې د بې ثباتیو او د ناکراریو د زیاتیدا سبب شوی دی .
هغه دصهیونیسټ رژیم د پوځیانو په لاس د فلسطین د ښاریزو د پرون ورځې د وژلې په غندلو سره وویل د فلسطین دملت د مشکلاتو اصلی عامل دامریکا حکومت دی . ګړیتوب نه منی

شریک یي کړئ!