برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

فرانسوي پولیسو پر فلسطیني پلویانو برید وکړ

  په داسې حال کې چې دفلسطین پلویانو په سوله ایزو مظاهرو کښې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه غندله دفرانسې امنیتی ځواکونو ورباندې حملې وکړې .


دفرانسې پلازمینه پاریس په غزې تړانګې کښې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره د پراخو مظاهرو شاهد وو . مظاهره چیانو د صهیونیسټي رژیم له خوا د څو لسیزو د نړیوالو قوانینو د سرغړونو لپاره د جنګ د ختمولو او د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

د المیادین په وینا، د فرانسې امنیتي ځواکونو په پاریس کې مظاهره چیان تعقیب کړل ترڅو د ګرځنده لاوډ سپیکرونو مخه ونیسي چې د فلسطین سره د پیوستون لپاره د دوی شعارونو خپرولو لپاره کارول کیدل.

په عین حال کښې د غزې په تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د بندیدو او د غزې د تړانګې په ملاتړ کښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې مظاهرې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې دوام لری .

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې د غزې د تړانګې د اشغال د تلفاتو شمېر ۳۶ زره ۱۷۱ تنه شهیدان او ۸۱ زره ۴۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

 

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي