برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ عقرب , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غزه کې اووه شهيدان او يو اسرائيلي پوځي افسر وژل شوی

آریانانیوز: تېره شپه د غزې په تراډه کې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې «القسام» او اسرائيلي عسکرو ترمنځ نښتو کې اووه فلسطينيان شهيدان شوي او په مقابل کې يې يو اسرائيلي پوځي افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.


د القسام وياند رسنيو ته ويلي، د اسرائيلي يرغلګرو او فلسطينيانو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده.
د اسرائيلو د لومړي وزير مطبوعاتي دفتر ويلي، چې لومړي وزير بنيامين نتنياهو فرانسې ته خپل سفر لغوه کړی او د دغې امنيتي پېښې له امله بېرته تل ابیب ته ستون شوی، په عين حال کې د اسرائيلو دفاع وزير افيګدور ليبرمان د دفاع وزارت مقام ته رسېدلی او د پېښې څېړنه کوي.
نن سهار د اسرائيلو دفاع وزرات وياند منلې، چې په دغه نښته کې يو پوځي افسر وژل شوی او يو بل مرګونی ټپي دی.
عربي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي یرغلګرو عسکرو د شهيد اسماعيل مسجد ته څېرمه سيمه کې شپږ فلسطينيان شهيدان کړل او ورپسې د القسام قومندان نور برکه هم له اسرائيلي يرغلګرو سره په مخامخ نښته شهيد شو.
حماس وايي، چې اسرائيلي يرغلګرو سره د نښتې پر مهال يو لوړپوړی اسرائيلي پوځي افسر وژل شوی او بل مرګونی ټپي دی. د اسرائيلو دفاع وزارت هم د يوه افسر د وژل کېدو او بل ټپي کېدو پخلی کړی دی.
نښته لا هم روانه ده او شونې ده، چې مرګ ژوبله يې هم زياته شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه