آریانانیوز: د سعودي بنديانو په اړه د ټويټر يوه حساب «معتقلي الرأي» ليکلي، چې داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې نيول شوی ديني عالم شيخ سفر الحوالي په زندان کې ژوندی دی او روغتيا يې هم د پخوا په پرتله ښه شوې ده.
دغه ټويټر اکاونټ، چې عربي رسنۍ پرې ډېر استناد کوي، ليکلي: «سعودي چارواکو د شيخ حوالي مېرمنې ته اجازه ورکړې، چې څو دقیقې له خپل خاوند سره وګوري او همدارنګه يې د هغه د کور نورو ښځو ته هم اجازه ورکړې، چې وخت پر وخت د شيخ حوالي ليدو ته ورشي.»
معتقلي الرأي ټويټر حساب زياتوي، چې د نوو ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس، شيخ سفر الحوالي ژوند دی، خو ژوند يې لا هم له ګواښونو سره مخ دی.
شيخ سفر الحوالي سپين ږیری دی د ګڼو ناروغيو له امله په بستر پروت و، په روغتون او کور کې يې ژوند له ستونزو ډک وو، نو زندان کې به يې څه حال وي.
متعقلي الرأي ټويټر حساب په داسې حال کې د شيخ سفر الحوالي د ژوند خبر ورکړی، چې نږدې يوه مياشت وړاندې د هغه د مړينې په اړه ګڼ راپورونه ورکړی شوي وو. هغه په ګڼو مرضونو اخته دی، تر ټولو مهم يې د ګردو کمزوري کېدل او د جوړونو دردونه دي. د زندان د سخت حالت او ناروغيو له امله يې ژوند هره ګړۍ له ګواښ سره مخ دی.
څو مياشتې وړاندې د مسلمانانو او غربي تمدن په اړه د شيخ سفر الحوالي کتاب «المسلمون والحضارة الغربية» کتاب په انټرنيټ کې خپور شو او ورپسې د سعودي امنيتي ادارو شيخ نيولی او تر اوسه په زندان کې دی.
له تېر يوه کال راهيسې سعودي ګڼ شمېر علماء او ژورنالېستان نيولي، يو شمېر يې په زندان کې وفات شوي، خو د بشري ټولنو په ګډون ملګرو ملتونو او امريکا تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.