برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 31 آگوست , 2020 لنډ لینک :

د کورونا ویروس خپریدو وروسته د فرانسې اقتصادي ودې کې چټک کمښت

آریانانیوز: د تیر کال د ورته مودې په پرتله سږکال د اپریل او جون ترمینځ د فرانسې وده د 13.8 سلنې کمښت لیدل شوی...


د احصایو او اقتصادي څیړنې لپاره د فرانسې ادارې لخوا خپور شوي راپور په وینا ، د تیرکال د ورته مودې په پرتله سږکال د اپریل میاشتې څخه تر جون پورې (د دویمې ربعې) په موده کې د هیواد اقتصادي وده د ۱۳٫۸ سلنې کمښت لیدلی دی .

د خبري اژانس په وینا ، د کورونا ویروس د خپریدو له امله د بازارونو او دوکانونو او نورو ځایونو په بندیدو سره ، د کورنیو سپمول ۲۷٫۴٪ ته رسیدلي ، مګر د کور مصرف چې د فرانسې اقتصاد لپاره دودیز محرک دی ، ۱۶٫۴ ته راټیټ شوی.

په کارپوریټ سکيټور کې ، د ګټې حاشیه ۲۶ سلنې ته راټیټه شوې ، چې دا د ۱۹۸۳ راهیسې ترټولو ټیټه کچه ده.

شریک یي کړئ!
ټکي