آریانانیوز: د فلسطین دمعا خبري اژانس له قوله راپور راکړی ، د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره یولسم سمندري لاریون پرون د لسو کشتیو لخوا چې پکې په لسګونو فلسطینیان منجمله ناروغان ، ژوبل ، او محصلان شامل وو د غزې ښار له صیادانو بندره د غزې په شمال کې په سمندري پولو کې ترسره شو.
د دغه راپور له مخې د صهیونسټ رژیم جنګي کشتیو د فلسطینیانو د کاروان د لسګونو کشتیو په لور ډزې وکړې او مظاهره چیان یې وویشتل.
فلسطینیو ځوانانو هم د غزې د شمال په سمندري پولو کې د یوولسم لاریون په ملاتړ کې ټایرونو ته اور ورته کړ.
د غزې تړانګه له دوه زره شپږم کال د صهیونسټ رژیم د ځمکنۍ، هوایي او سمندري محاصرې لاندې ده او د دغه سیمې خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.