برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 6 ژانویه , 2021 لنډ لینک :

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش ترهګرې ډلې جنایت

آریانانیوز: په پاکستان کې د هزاره ګانو یو شمیر اوسیدونکي په بلوچستان کې د یاغیانو لخوا د 11 کان کیندونکو په وژلو د اندیښنې په څرګندولو سره، د دولت او فدرالي حکومتونو انتقاد کوي. دوی د پاکستان حکومت د امنیت په برابرولو کې په ناتوانۍ باندی تورنوي...


د پاکستان څانګه د داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ۱۱ کان کیندونکو د وژلو مسؤلیت منلی دی.

هزاره کارګران د یکشنبې په سهار په کویټه کې د بولان په سیمه کې په پاکستان کې ووژل شول.

د پاکستاني رسنیو په وینا ، د یکشنبې په سهار د کوټې ختیځ په ۴۸ کیلو مترۍ کې د مچ په سیمه کې یاغیانو د سکرو کان ته نږدې ۱۱ کارګر تښتولي او بیا یې وژلي دي.

د دې کارګرو مړي موندل شوي پداسې حال کې چې د دوی سترګې او لاسونه تړل شوي او ستوني یې غوڅ شوي وو.

شریک یي کړئ!