آریانانیوز: د فلسطین د خبرتیا مرکز خبر ورکړی چې پرون د ستنیدو د حق د سترو مظاهرو په دیرشمه جمعه زرګونه فلسطینیان د غزې سرحدي تړانګې ته تللي وو.
د مظاهرو د دوام په بڼه کښې په غزې باندې د حملې په هکله د صهیونیسټي رژيم د بیابیا ګواښونو باوجود په دغو مظاهرو کښې زرګونو تنو برخه واخیستله څو د غزې د محاصرې د ختمیدو او خپل کور کلي ته د کډوالو د ستنیدو په حق باندې د ټینګار په شمول د خپلو غوښتنو او اهدافو ترپوره کیدو پورې د دغو مظاهرو د دوام لپاره خپل هوډ څرګند کړي.