آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د اسلامي همکارۍ سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم په بند کې له ټولو فلسطیني بندیانو څخه او د دوی له حقونو څخه د سرغړونو د دوام د مخنیوي دې ملاتړ وشي.
د اسلامي همکارۍ سازمان همداشان په نیولې شوې خاوره کې د فلسطیني بندیانو خراب وضعیت ته په اشارې سره، د یو شمیر بندیانو په کوورنا وایرس باندې اخته کیدو او د هغوي له درملنې څخه د انکار په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
د اسلامي همکارۍ سازمان په بندونو کې د زرګونو فلسطینیانو د ژوند مسئول صهیونیسټ رژیم وګڼلو.