آریانانیوز: دعراق د الفتح ائتلاف استازی میرمن انتصار الموسوی امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل د الحشد الشعبی او د مقاومت د ځواکونو پرضد دهغوې هرډول ګواښ او تیری ته به ځواب درودونکی او غاښ ماتونکی وی.
د صهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین څه موده مخکې ګواښ کړی وو چې په عراق کښې په پوځی مرکزونو به حمله وکړی .
د عراق د الفتح ائتلاف استازی میرمن انتصار الموسوی پرون وویل امریکا او اسرائیل غواړی دهغوترهګرو په بیا راژوندی کولو سره چې دالحشد الشعبی او د اسلامی مقاومت لخوا یې ماتی خوړلی ده یوځل بیا نیواکګرۍ پیل کړی .
هغه ټینګار وکړ امریکا او اسرائیل ښه پوهیږی که چیرې جنګ پیل کړی نو وبه نه توانیږی هغه پاې ته ورسوی .