آریانانیوز: صهیونیسټي نیواکګرو عسکرو تراوسه د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې څه دپاسه ۵۰ ښونځي تخریب کړي دي.
دصهیونیسټ رژیم پوځیانو د الخلیل ښار په جنوب کښې یو ښوونځی ویجاړ کړ . دا ښوونځی په لویدیځه غاړه کې له لږ تر لږه ۵۰ ښوونځیو څخه یو دی چې ویجاړ شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې صهیونیسټ رژیم په دې ادعا سره چې له اجازې پرته جوړ شوي ښوونځي ویجاړوي.
ملګري ملتونه وايي، اسراییلو سږ کال تر ۷۳۰ ډېر د فلسطینیانو شخصي کورونه ویجاړ کړي دي.