آریانانیوز: د سوریې سرچینو د الرقه ولایت په شمال کې د عین عیسی په ښار کې د استوګنې په سیمو د ترکیې د ملي اردو د هوایي برید خبر ورکړی...
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) په وینا ، ځایی سرچینو وویل چې یرغلګر ترکي اردو د بې پیلوټه الوتکې په مرسته د رقه ولایت په شمال کې د عین عیسه ښار استوګنې سیمې بمبار کړې ، چې له امله یې یو شمیر کورونو او کرنیزو ځمکو ته مالي زیان اوښتی.
د سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې نیواکګرو او د هغې اجیرانو په کليو ، ښارونو او ښارګوټو کې چې د تیر کال په اکتوبر کې نیول شوي وو، په ملکي وګړو د دوی پرلپسې بریدونو د اډې په توګه کارولی دی چې په ترڅ کې یې په زرهاو ملکي وګړي له خپلو کورونو تښتیدلي دي او د دوی ملکیت او جایدادونه غلا شوي دي.