برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا دفاع وزیر وزیر جېمز مټېس استعفا ورکړه

آریانانیوز: جېمز مټيس په خپل استعفا لیک کې لیکلي چې د هغه نظرونه په بشپړ ډول د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس له نظر سره مطابقت نه درلود او په اختلافي مسايلو کې د روسیې او چین په اړه د پالیسیو یادونه کړې ده.


د جېمز مټیس خبرې په هغه لیک کې چې د ډسمبر په ۲۰مه یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استولی، لیکل شوي دي.
ډونالډ ټرمپ پرون د هغه د استعفا خبر په ټوېټر کې خپور کړ او ویې ویل چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې به یې د دفاع وزیر تقاعد وکړي.
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو د جېمز مټیس د استعفا له امله له خبرداري ډک غبرګون څرګند کړی.
جېمز مټیس د ډونالډ ټرمپ په اداره کې له داسې کسانو و چې اتکا ورباندې کېدلای شوای.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د چارواکو له قوله وايي، له افغانستانه پر وتلو د سپینې ماڼۍ ټینګار د امریکا د دفاع د وزیر د استعفا یو مهم دلیل و.
د افغانستان جمهوري ریاست د جېمز مټېس د استعفا د خبر په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې د امریکايي عسکرو وتل د امنیت پر څرنګوالي اغېز نه‌شي کولای.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې خپره شوه، ویل شوي چې په افغانستان کې د حاکم نظام نهايي هدف دا دی چې خپل امنیتي ځواکونه په خپل مټ امنیت ټینګ کړي.

شریک یي کړئ!