آریانانیوز: امریکايي مجلې فارن پالیسي په یوه افشا کړي راپور کې لیکلي چې سعودي پاچا د متحده ایالاتو ولسمشر ته په قطر د برید وړاندیز کړی .
امریکايي مجلې فارن پالیسي په یوه افشا کړي راپور کې لیکلي چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په 2017 کال کې پر قطر د برید لپاره وړاندیز کړی و ، چې ټرمپ یې په کلکه رد کړ.
د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، بحرین او مصر لخوا د قطر تر محاصرې یوه ورځ وروسته ، د 2017 کال د جون په شپږمه ورځ کی د سعودي عربستان پاچا له ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې او پر قطر یې د برید او د نیولو وړاندیز وکړ.
د خپرونې په وینا ، د لنډې مودې وروسته ، متحده ایالاتو د بحران د حل لپاره د کویټ څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.
له دې دمخه ، د امریکا وال سټریټ ژورنال د می په 2019 کې راپور ورکړ چې سعودي اردو په 2017 کال کې پر قطر د برید پلان چمتو کړی و.