برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, 21 آگوست , 2020 لنډ لینک :

د اسراییلو مخالفت متحده اماراتو ته د ۳۵F- جنګي جټ الوتکو پلورلو سره

آریانانیوز: اسرایل متحده اماراتو ته د 35F- جنګي جټ الوتکو پلورلو سره مخالفت کوي...


یوې اسرایلي ورځپاڼې لیکلي چې د اسراییلو کابینې متحده عربي اماراتو ته د ۳۵F- جنګي الوتکو له پلور سره مخالفت وکړ او ټینګار یې وکړ چې اسراییل باید په مینځني ختیځ کې یوازینی هیواد وي چې د متحده ایالاتو پرمختللې الوتکې لري .

د اسرایلۍ ورځپاڼې هاریټز راپور ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم کابینې غوښتنه کړې وه چې واشنګټن متحده ایالاتو ته F-35 جنګي جیټ الوتکې ونه پلوري تر هغه چې امارات له رژیم سره اړیکې عادي نه کړي.

اسرائیلي ورځپاڼې د لوړ پوړو اسرایلي چارواکو په حواله لیکلي چې د اسراییلو د کابینې غوښتنه د خلیج عربي هیوادونو سره د واشنګټن د پټو خبرو په اړه د اندیښنو له امله وه ، چې کیدی شي د اسرایلي امنیتی چارواکو نه پوهیدلو پرته د حساس پوځي وسلو پلور لامل شي.

اسرائیلي ورځپاڼې لیکلي چې د اسرایل لومړي وزیر ، متحده اماراتو سره یوې هوکړې ته رسیدو وروسته اماراتو ته د لوړ تخنیکي وسایلو پلورلو موافقه وکړه ، خو دې هیواد ته د پرمختللي امریکایی الوتکو پلورلو مخالفت ته دوام ورکوي .

د هاریټز په وینا ، اسرایل غواړي د منځني ختیځ یوازینی هیواد وي چې د متحده ایالاتو پرمختللي الوتکې لري.

شریک یي کړئ!