برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دملګرو ملتونو یو طرفه قضاوت‎

لمړی راځم ځیني هغه بندونه چي ددي سازمان دغړیو لخوا وضع شوي دی ستاسو مخته کیږدم:
ـــ ددغه سازمان اساسي تګلاره په دی ډول ده چي ټول غړي یې دبرابرو او مساوي حقوقو لرونکي دي.
ـــ ددي اعلامیې مطلب په هیڅ ډول دا نه دی چي ملګري ملتونه کولای شي دنورو هیوادونو په داخلي چاروکي لاس وهنه وکړي.
ـــ ټول غړي په خپل نړیوالو اړیکو کي دبل هیواد دملیت یا سیاسي خپلواکي په خلاف دهر ډول ویري اچونې ( تهدید) او دقواو داستعمال څخه به ډډه کوي.
نو نظر دي بندونو ته!
موږ دملګرو ملتونو په غړیو هیوادونو غږ کوو چی آیا موږ انسانان او بشر نه یو؟ ایا موږ د ژوند کولو حق نلرو؟ ایا زموږ ویني هدر دي؟ ایا موږ دځمکي دکرې یو عنصر نه یو؟ ایا موږ ددی حق او واک نلرو چی په سوله او ارامی کي ژوند وکړو؟ او دځان لپاره داسي قانون ، نظام او حکومت ولرو چی زموږ ټول مسلم حقوق پکي خوندي وي؟ ایا موږ دومره بې قیمته اوبې ارزښته یو چی وژل، زخمي کول، بندي کول او شړل مو هر چاته جائز وي؟
نو ستاسو ځواب به ضروراً داوي چي نه تاسو دټولو هغو حقوقو خاوندان یاست چي یو بشر ورته ضرورت لري.
آښه! چی داسي شو نو بیا ولي زموږ دهیوادونو په نیولو او اشغالولو کي د نړیوالي ترهګرې امریکا ټولي کړنې په پټو سترګو تائیده وئ ، څه چي په تطبیق کولو کې یې مرسته هم کوئ ، چي هغه زموږ څخه د حکومت کولو حق اخلې، او په توره شپه کې زموږ په کورو راننوزې ماشومان ښځي ځوانان او سپینږري ټول له یوې مخي راوژني .
نو ددي ټولو کړنو په بنیاد موږ دا فیصله کوو چي دملګرو ملتونو سازمان دامریکایي او صهیونیستي ګټو دتحقق لپاره ایجاد شوی دی، هیڅ پریکړه او فیصله یې زموږ لپاره دمنلو او برداشتولو نه ده اونه دمسلمانانو په ګټه ده ، دوئ دي پوه شي چه دټولو هغو وژنو او وحشتونو چي په اسلامي نړۍ کې د ترهګرې امریکا لخوا په مظلومو مسلمانانو کیږي یوازي امریکا نه بلکي همدا سازمان هم مسؤل دی.
خو افسوس په هغو مسلمانو هیوادونو چی په دي سازمان کي غړیتوب لري ، خو دخپلو حقوقو غوښتنه نشي کولای او آن له امریکا سره د مسلمانانو په وژلو کي ونډه هم لري.
نو اې بې انصافو !! ایاموږ ددي نړۍ یوه برخه نه یو، تاسو د کوم قانون او منشور په اساس په عراق ، سوریه ، افغانستان او نوري اسلامي نړۍ باندي نړیوالي ترهګرې امریکاته دیرغل اجازه ورکړه ، امریکا او اسرائیلو ته مو دنړیوال سوله سات لقب ورکړ ، او هغو مسلمانانو ته چي دخپلو حقه حقوقو لپاره ددووی په مقابل کي مبارزه کوي دنړیوالو ترهګرو نوم ورکړ!
یو چرګ چې د طالبانو د برید په ترڅ کې ووژل شي؛ ملګري ملتونه یی نیم ساعت پس د غندني لویه پرپړه جاري کړي، خو د کندوز پر دومره لوی بشري ناورین یې دريیمه ورځ په کابل کې د هغوی فرعي دفتر یوناما ایله دومره وویل چې د پلټني په موخه به یو پلاوي وټاکي. “فرهاد”
نو په اخیر کې دا وایم چي تاسو هغه بې واکه او یهودو ته وفادار سازمان یاست چي د وحشي امریکا او اسرائیلو ټولو وحشتونو او ظلمونو ته په یو اوبل نوم توجیهات لټوی اودمظلومو مسلمانان د قتلولو دجواز سندونه ورکوی، نو له موږ څخه هم دګلانو طمعه مه کوی چی ستاسو دظلمونو په وړاندي ګلان وغوړوو.
تاسو دي خبر یاست چې دهر وحشت اوظلم حساب به زره په زره درسره کوو.
ان شآء الله
والسلام
دمسلمانانو داتحاد په هیله !!

شریک یي کړئ!