آریانانیوز: د حج او اوقافو وزیر طالبانو ته په خطاب کې وویل: خدای دې ملا عمر وبخښي او د هغه شهادت ومني ، هغه ستاسو په څیر غلام نه و…
د حج او اوقافو وزیر محمد قسیم حلیمي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د طالبانو په حکومت کې لوړ پوړی شخصیت و.
ویل کیږي چې په کابل کې د یوه عربي هیواد سفارت په ولسي جرګه کې د حلیمي د باور رایې لپاره په وکیلانو کې ملیونونه ډالر وویشلي ترڅو هغه د حج وزارت لپاره تایید کړي.
ځینې سرچینې وايي چې د ښاغلي حلیمي یوه دنده د فرهنګي او مذهبي اړیکو پیاوړتیا ده (وهابيزم ته وده ورکول او د مذهبونو تر منځ کرکه راپارول) د هیواد افراطي ایډیالوژۍ خپرولو لپاره په ځانګړي ډول په شمال کې د سلګونو دیني مدرسو جوړول.