آریانانیوز: د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په وینا ، طالبانو د لوګر د برید مسؤلیت منلی دی…
د ولسمشر لومړي مرستیال هم یادونه وکړه چې طالبانو په پاکستان کې په یوه ناسته کې د برید مسؤلیت منلی دی.
د یادونې وړ ده چې د ثور په لسمه نيټه په لوګر کې د موټر بم په برید کې تر 150 ډیر کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. ډیری د شهیدانو او ټپیانو زده کونکي وو چې په لیلیه کې ژوند کاوه.