آریانانیوز: د کندهار امنیه قومندان په وینا ، د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ریاست د موټرو ترمیم ورکشاپ په برید کې څلور ځانمرګي برید کونکي وژل شوي…
جنرال فرید مشعل رسنیو ته وویل ، په پیښه کې دوه امنیتي پرسونل هم ټپیان شوي دي.
د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په پایله کې یې لسګونه سرتیري وژلي او ټپیان کړي دي.