آریانانیوز: طالبانو د ګیزاب دایکندي ولسوالۍ څخه 400 کورنۍ بې ځایه کړي او د هغوی کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د دایکندي ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یو شمیر خلکو ویلي دي چې د طالبانو اړوند کسان دوی تېښتې ته اړ کړي دي.
د ولسوالۍ اوسیدونکي وايي طالبانو سره تړلو خلکو د دوی د ځمکې ملکیت ادعا کړې او د 9 ورځو نیټې په ټاکلو سره ، له هغوی یې غوښتي چې خپل کورونه پریږدي.
د ګیزاب اوسیدونکو په خبره ، دې طالبانو پورې تړلو کسانو خبرداری ورکړی که چیرې دوی د دې مودې تر پایه پورې خپل کورونه ونه پریږدي ، نو دوی به د دوی د څه پیښیدو مسولیت ونه لري.
د ګيزاب يو شمېر اوسيدونکي وايي چې کوچيان او په طالبانو پورې تړلي کسان هڅه کوي چې د دايکنډي د والي په ملاتړ دغه سيمه او د هغوی ځمکې ونيسي.