آریانانیوز: د پنجشیر امنیه قومندان عبدالحمید خراساني په یوه ویډیو کې وايي: په پنجشیر کې د نسل وژنې تر نامه لاندې تبلیغات درواغ دي او هر هغه څوک چې غواړي طالبان بدنام کړي، سزا به ورکړل شي.
ایا تاسو د عبدالحمید خراساني له ادعا سره موافق یاست چې طالبان قانونمند شوي دي؟
تر دې مخکې عبدالحمید خراساني په یوه توهینونکي پیغام کې ادعا کړې وه چې که د مقاومت ډلې له طالبانو سره یو ځای نه شي، دوی به وځپل شي.
عبدالحمید خراساني د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود ته هم سپکاوی کړی و.