آریانانیوز: په لغمان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قومندان وژل شوی دی.
عزیز الرحمن چې د حذیفه په نامه مشهور و په لغمان ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال په علینګار ولسوالۍ کې په هوایی برید کې له لسو نورو کسانو سره وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.
هغه په لغمان کې د ملکي وګړو په وژلو او ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.