آریانانیوز: په کابل کې د استوګنې پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ نهه غړي شهیدان شول.
د متحده ایالاتو لوړ پوړي پوځي چارواکي په یوه خبري کنفرانس کې په تلویحی توګه ومنله چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي و چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د کابل د 15 مې حوزې اړوند د خواجه بوغرا په سیمه کې پر یوه کور برید کړی چې د یوې کورنۍ نهه غړي یې وژلي دي.
متحده ایالاتو د برید وروسته ادعا وکړه چې د داعش غړي په نښه کړي دي ، مګر دا معلومه شوه چې په برید کې اوه ماشومان وژل شوي.
caller_get_posts
تاریخگذشته است. به جای آن از ignore_sticky_posts
استفاده نمایید. in /home/arianane/public_html/ps/wp-includes/functions.php on line 6114