تاوتریخ غواړی او ترهه ګری ډلې، نه یواځی د خپل جغرافیایی نفوذ محدوده پراخوی، بلکه په پوځیانو او ملکیانو د خپلو حملو په زیاتولو سره، هماغه راز د افغانستان د دولت، او پدی هیواد کی د مستقرو امریکایی او ناټو ځواکونو په وړاندی یو ډیر مهم چلنج او مشکل دئ.
سپینی ماڼۍ ته د ټرمپ له ورتلو څخه نږدی یو نیم کاله تیریږی،او دا پداسی حال کی ده، چی د هغه دولت؛ په افغانستان کی د یاد هیواد د پوځی شتون د ادامی لپاره، منظم او ټاکلئ پروګرام نه لری.
د امریکی د کانګرس ډموکراټ سناتور« بن کاردین » پدې باره کی وایی:« په افغانستان کی د ټرمپ دولت کړچار، اندیښمنونکی دی، او سپین ماڼۍ ته د هغه له ورتلو څخه د یو نیم کالو له تیریدو سره سره، تر اوسه لا د افغانستان او پاکستان په وړاندی هیڅ قانع کونکې ستراتژې او کړچار نه دئ وړاندی کړئ، او دا خوا شینونکې خبره ده ».
دا پداسی حال کی ده؛ چی د افغانستان جګړه، له پولې څخه په یوه بهره جګړه کی، د امریکی ډیر اوږد مهال پوځی شتون شمیرل کیږی. د ټرمپ دولت لپاره ډیره مهمه موضوع په افغانستان کی د امریکی د پوځی شتون لګښت دئ. پدی اساس، په افغانستان کی د امریکی ستراتژې دا ده، چی پدی هیواد کی د امریکی د پوځی شتون لپاره زمانی جدول اعلان نه شی. افغانستان ته د لا زیات پوځی ځواکونو په لیژلو سره، پدی هیواد کی د امریکی پوځی موقعیت پیاوړئ کړی، او په افغانستان کی د امریکایی او ناټو ځواکونو د ماموریت په هکله د نوی تعریف په وړاندی کولو سره، هغوی په زیاته اندازه د افغانستان د پوځی ځواکونو د روزنی او ملاتړ په برخه کی فعالیت وکړی. خو په
افغانستان کی د امریکی او ناټو د پوځی ځواکونو د شتون واقعیت، په سوداګریز او اقتصادی جنګ باندی، د یاد هیواد د جګړې بدلول دی.
د سیاسی چارو شناندئ« ریان دارسُن » باوری دئ:
« د افغانستان جګړه؛ د امریکی لپاره، یواځی د ګټی اخیستنی، او د مخدره توکو د تجارت، او د معدنی موادو د لوټولو د ادامی لپاره، یوه جګړه ده. د امریکی جاسوسی سازمان« سی؛ آی ؛ ای »، د نشیې توکو له پیرلو او پلورلو څخه، په ټوله نړۍ کی له ترهه ګرو ډلو سره د پټې مرستې لپاره استفاد کوی».
په افغانستان کی د کانی زیرمو شتوالی، په افغانستان کی د امریکی د پوځی شتون دوام؛ د واشنګټن لپاره ګټور کړئ. ځکه چی د امنیت ټینګولو تر پوښښ لاندی، کولای شی له پخوا څخه لا زیات، د افغانستان معدنونو او تر ځمکی لاندی زیرمو ته لاسرسی ولری. دا ډول؛ چی د نیویارک ټایمز ورځپاڼی، پخپل وروستی راپور کی له دغې موضوع څخه د امریکی د سوداګر ؤلس مشر د طمعې په توګه نوم واخیست، او ټینګار یی وکړ؛ چی «ډونالډ ټرمپ» پدی قانع شوئ، چی د افغانستان په کانی زیرمو سلطه او واک لرل، نه یواځی کولای شی د امریکی اقتصاد بدل
کړی، بلکه پدی هیواد کی به هم د کار د پیدا کیدو سبب شی.
په امریکا کی؛ دا باور وجود لری چی د افغانستان په امنیتی چارو کی ښکیلیدل، د دی سبب شوی چی؛ چین له نارې سورې پرته د افغانستان په کانی او اقتصادی زیرمو کنټرول ومومی، او له دغه هیواد څخه لازم اقتصادی او سوداګریزه ګټه یوسی. یو داشان اخیستنه د دې سبب شوې ده، چی واشنګټن په افغانستان کی د امریکی د پوځی شتون، د اقتصادی توجیه په لټه کی وی. دا پداسی حال کی ده، چی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو جنایتونو، د یاد هیواد د خلګو قهر پارولئ دئ.
د نړیوال جزایی محکمی څارنوال« فاتو بنسودا » پدی هکله وایی:
« منطقی دلایل؛ پدې هکله وجود لری چی یو شمیر امریکایی پوځیانو په افغانستان کی جنګی جنایت کړئ دئ ».
له همدی کبله؛ پدی وروستیو کی د امریکی ؤلس مشر «ډونالډ ټرمپ»، د بلک واټر په شمول، امنیتی شرکتونو ته د افغانستان د جګړی د کرایه ورکولو په باره کی خبری وکړې، چی په افغانستان کی د مختلفو ټولنو له تند اعتراض او عکس العمل سره مخامخ شو. د افغانستان جګړې ته د امریکی د اقتصادی
کتنې ترڅنګ، واشنګټن هماغه راز هڅه کوی چی پاکستان هم د افغانستان په جګړه کی له ځانه سره ملګرئ کړی. ځکه چی په امریکا کی د پوځی سرچینو له نظره، ترڅو پوری چی د پاکستان پوځ او دولت؛ د افغانستان په باره کی د امریکی له پوځ سره لازمه همکاری ونه لری، پدغه هیواد کی به د واشنګټن هر ډول ستراتژې له ماتی سره مخامخه شی.
دا پداسی حال کی ده؛ چی له امریکی سره د افغانستان دولت له هر اړخیزې همکارۍ سره سره، پاکستان هڅه کوی د افغانستان په اړه خپل سیاستونه او پروګرامونه پرمخ بوزی؛ چی په زیاترو وختونو کی د امریکی له سیاستونو سره تضاد لری.
په ۲۰۰۱ م کال کی؛ په افغانستان د امریکی حمله، د جمهوریت غوښتونکو د واکمنۍ په دوره کی وشوه.
د امریکی جمهوریت غوښتونکو؛ د یاد هیواد په پخوانی ؤلس مشر«باراک اوباما»، چی په ۲۰۱۴ کال کی یی له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو زیاته برخه وایستله؛ نیوکی وکړې، او په هغه یی تور ولګاوه چی په افغانستان کی یی د امریکی د پوځی شتون لاسته راوړنی له منځه یووړې. دا پداسی حال کی ده؛ چی «اوباما»، د امریکی پوځی ځواکونه د افغانستان له جبۍ څخه
وژغورل، ترڅو د امریکی پوځ د ویټنام د خوارونکی ماتی په شان برخلیک سره مخامخ نه شی. اوس چی په افغانستان کی د امریکی ستراتژې؛ د معدنی زیرمو د لوټلو، او منځنۍ آسیا؛ او تر روسیی او د چین تر سین کیانګ پوری د ټروریزم د ټرانزیت په لور بدلون موندلئ، امریکا؛ له داعش ترهه ګرې ډلې سره د مقابلې په پلمه، په افغانستان کی د خپلو پوځیانو د ورو ورو زیاتولو او پټولو په حال کی ده.
د امریکی؛ د جمهوریت غوښتونکی سناتور« والټربی جونز » له قوله:« امریکا؛ باید خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسی، ځکه چی دغه هیواد د امپراطوریو ادیره ده، او موږ نه غواړو چی په افغانستان کی د امریکی په نامه د قبر ډبره وی ».
په افغانستان کی د امریکی او ناټو ډیر ناوړه کړچار د دی سبب ګرځیدلئ، چی روسیه؛ په ځلونو د هغوی په تګ لارې باندی په نیوکی سره اعلان وکړی؛ چی امریکا په افغانستان کی له ټروریزم سره د مقابلې لپاره، هیڅ پروګرام؛ ستراتژی، او حتی هیڅ قصد او اراده نه لری، او همدغه موضوع د دې سبب شوې ده، چی دغه هیواد هره ورځ؛ د طالبانو او د داعش ترهه ګرې ډلې له خوا، له خونړیو تاوتریخوالو سره مخامخ وی. له همدې
کبله؛ د افغانستان په چارو کی د روسیی خاص استازی« ضمیر کابلوف » پدی وروستیو کی اعلان وکړ: د دغه وضعیت په دوام موندلو سره؛ ممکنه ده روسیه په افغانستان کی د داعش په اډو حمله وکړی. که څه هم د یاد هیواد دولت؛ د کابلوف دغه څرګندونی، مداخله غواړی وبللې او هغه یی ردې کړې.
لیکن؛ د افغانستان جګړې ته د روسیی په احتمالی داخلیدو سره، د یاد هیواد امنیتی ډګر، د امریکی او روسیې د سیالۍ په ځای د بدلیدو په حال کی دئ. دیته په پام سره چی د اروپا اتحادیه، او د واشنګټن نور متحدین، په افغانستان کی د امریکی تر مشرۍ لاندی ورځی، او چین او پدی وروستیو کی پاکستان هم، د روسیی تر مشرۍ لاندی راځی، زیاتره کسان باوری دی؛ چی افغانستان حاضر دمه، د هغوی د استخباراتی سازمانونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شوئ دئ.
چین؛ روسیه؛ او د منځنۍ آسیا هیوادونه، خپل قلمرو ته د افغانستان له شمال څخه د ټروریزم د ټرانزیت او انتقال له کبله اندیښمن دی، له همدی کبله د ازبکستان دولت؛ له روسیی غوښتی دی، چی له تاجیکستان سره په پوله کی، پوځی تاسیسات پیاوړی کړی.