رسنۍ د هري ټولني د دیني او اخلاقي ارزښتونو یو کامیابه وسیله او د دعوت په ډګر کي یوه بېساري ذریعه ده چي کولای سي هره ټولنه د کامیابیو و لوړو پوړیو ته ورسوي، لکه څرنګه چي هر انسان د تجسس ماده لري او مجبور دی چي باید د خپل ماحول شاوخوا حالاتو باندي ځان خبر کړي نو ددې لپاره رسنیو ته ضرورت دی چي وخت پر وخت د ټولني ارزښتونو ته په نظر کي نیولو سره معلومات د ټولني نورو غړو ته ورسوي او شریک یې کړي، د پوهانو په نظر رسنۍ د یو حکومت د درو قوو ترڅنګ څلورمه هغه قوه ده چي تر ټولو ډېره تېزه او واک یې هم ډېر دی، رسنۍ هغه قوه ده چي په اوس وخت کي د یوې ټولني لاس او پښې بلل کیږي، کومي ټولني چي رسنۍ نلري او یا یې هم رسنۍ د بل تر تأثیر لاندي راغلی وي نو هغه ټولنه به داسي وي لکه یو فلج انسان چي هیڅکله هم د پورته کېدو جرأت نسي کولای او نه هم ځان ته د پرمختګ هیله لري.
مثلا کوم هیوادونه او علاقې چي د قوي مطبوعاتو او رسنیزو چینلونو څخه برخمن دي هغوی د خپل ځان لپاره ترې اعظمي ګټه اخلي او غواړي چي خپل کلتور او ثقافت پر نورو وتپي، برعکس کوم هیوادونه چي د قوي مطبوعاتو څخه برخمن ندي هغوی د مفاجات مرګونو سره لاس او ګرېوان دي او که ځیني رسنۍ هم لري د هغوی ټولي واګي د قوي مطبوعاتو والا ملکونو سره دي.
اصلا غرب چي کله له مسلمانانو سره په نظامي ډګر کي سخته ماتي وخوړه نو بیا یې فکري ډګر ته مخه کړه چي په دې برخه کي کامیابۍ ته ورسېد د نظامي جنګ لپاره دوی له نظامي اسلحو څخه کار اخیست خو د فکري مقاومت او د خپلو افکارو د انتقال لپاره دوی له: استاد، کتاب، پوهنتون، علمي تحقیقات، کتابخانې، اخبارونه، مجلې، رسنۍ، انټرنیټ، سېنما، سیاست او داسي نور چي په اصل کي ځوانان زیات متأثره کوي.
لکه څنګه چي شهید وايي: رسنۍ د مځکي پر مخ یوه داسي قوه ده چي کولاي سي مجرم کس بېګناه او ګناه کاره شخص مجرم ثابت کړي، او دا واقعي قدرت ځکه دی چي د خلګو ذهنونه یې په واک کي دي.
کومو ټولنو چي پخپلو رسنیو کي اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندي کړي نو و یوه داسي کرغېړن ډنډ ته لوېدلي چي د راوتلو لپاره یې هیڅ لار او ګودر نلري، په نړۍ کي هر هیواد دا کوښښ کوي چي د نورو هیوادونو رسنۍ تر واک لاندي ونیسي او له دې لاري هغوی کولاي سي چي د خلګو پر ذهنونو باندي واک ترلاسه کړي.
په اوس وخت کي هم داسي بېلاري رسنۍ وجود لري چي غواړي د افغاني ټولني اسلامي او افغاني ارزښتونه تر پښو لاندي کړي او د بل چا د کلتور تقلید وکړي، دا ډول رسنۍ د همدې ټولني د پرمختګ نه بلکي ددې تولني د زوال لامل ګرځي.
هره مسلمانه رسنۍ باید اخلاقي ارزښتونه لکه : شرم، حیاء، ورورولي، انصاف، شرافت، دین، قانون، اداب، عاطفه، ایثار، حسنه اخلاق، د ناموس ساتنه، د انسان احترام، میانه روي، ریښتینولي، اتحاد او د یو بل سره د همدردۍ او د بې وزلو لاسنیوي د مظلوم لاسنیوی او د ظالم مخنیوی باید خپلي دندي وبولي.
همدارنګه د رسنیو پر چلوونکو او لیکوالانو فرض ده چي دا پورته یاد ارزښتونه په پام کي ولري، او پر تبلیغ او رسولو کي یې برخه واخلي او پخپلو ورځنیو، اوونیزو، میاشتینو او مهالنیو خپروونو کي یې پایمال نه کړي.
د هري رسنۍ کارکوونکي باید په خپل اسلامي او ملي ارزښتونو وویاړي او کچیري دوی په خپلو اسلامي او یا ملي ارزښتونو باندي شرمیږي او د بل چا د اقدارو پیروي کوي نو دا به لویه بدمرغي وي.
په اسلامي ټولنه کي باید رسنۍ د اسلام په چوکاټ کي خپل نشریات ترسره کړي او د اسلام د حریم څخه ددفاع یو تود سنګر وي، په امر بالمعروف او نهي عن المنکر باندی عمل وکړي.
رسنۍ د یوې ټولني عکاسي کوي او د هغې ټولني حالات وخت پر وخت له خلګو سره شریکوي، له بلي خوا رسنۍ د خبرونو د رسولو ترڅنګ د یوې ټولني فکري لار هم مشخصوي او د خلګو د افکارو په اړولو او را اړولو کي خورا مهم رول لري نو باید رسنۍ د خلګو افکار پر مثبت او سم طرف سوق کړي نباید د خلګو فکرونه پر منفي او شیطاني خوا کاږه کړي، ځکه پوهان وايي چي رسنۍ مثبت او منفي دواړه خواوي لري چي ترې د خیر لپاره هم کار اخیستل کېداي سي او د شر هم، یو قوم ته عزم، حوصله او باور هم ورکولای سي، د ذهني غلامۍ، پوځي برترۍ او کلتوري غلبې ډار هم ور بخښلاي سي. ولس ته ملي شعور هم ورکوي خو د درواغو، افواهاتو په خپرولو سره هغه پخپلو باورونو شکمن کولای هم سي، د اتفاق او اتحاد ناره هم پورته کوي ، د نفاق او شقاق هم، پدې وجه هغه رسنۍ چي د پردیو لپاره کار نکوي نو باید په ټولنه کي د خپلمنځي همدردۍ، اتحاد او یووالي راوستو په موخه باید کار وکړي او د خلګو د بري لپاره ږغ پورته کړي ترڅو یوه سپېڅلي او پاکه ټولنه رامنځته کړي.
موږ او تاسي ګورو چي په کفري هیوادونو کي رسنۍ دومره آزادي دي چي د قانون، ملت او ولس په وړاندي هیڅ مسئولیت نلري او شیطانت او شهوانیت یې عادت ګرځېدلی دی. او خپلو اخلاقي او دیني ارزښتونو ته هیڅ پام نه کوي.
اسلامي رسنۍ باید د کفري او غربي رسنیو ټولي شیطاني او مکاري کړني وخت پر وخت رسوا او ذلیله کړي.
اوس راځو ودې ته؛ چي نن زموږ او تاسي په ټولنه کي په رسنیو کي څه خپریږي؟
کوم بې لاري فلمونه، هندي او ترکي سریالونه او دنني او خارجي بېلابېل مبتذل پروګرامونه چي نن زموږ د رسنیو پر پردو خپریږي آیا دا به ودې افغاني او اسلامي ټولني ته کومه بریا او پرمختګ راوړي؟ هیڅکله نه!
حقیت دادئ چي نن سبا چي پر اسلامي نړۍ او خصوصا په افغاني ټولنه کي چي د رسنیو کوم حال دی کوم چي د پردیو په تېره بیا د یهود او هنود تر تأثیر لاندي سوي دي دا به هیڅکله زموږ ټولنه هوسا نکړي، دا ډول خپروني به داسي منفي اغېز او تأثیر ولري لکه څنګه چي یې د کمال اتاترک په زمانه کي د ترکيې پر مسلمان ولس اغیز وکړ چي خپل اسلامیت او اخلاقیت یې ورڅخه ورک کړ.
موږ (مسلمانان) و نوو تحقیقاتي، معلوماتي او دیني نشریاتو ته ضرورت لرو، موږ د ډاکټرانو، انجنیرانو، علماؤ او پوهانو تجربو ته اړتیا لرو موږ دا ډول مبتذل او بې شرمه خپروونو ته اړتیا نلرو او نه هم زموږ ټولني ته دا ډول خپروني پرمختګ ورکولاي سي ، کوم چي فساد او منفي کردارونو ته نور هم رشد ورکوي.
په نړۍ کي رسنۍ پر دوه ډوله دي : چاپي رسنۍ او برېښنائي رسنۍ، چي چاپي رسنۍ لکه : ورځپاڼه، مجله ، جریده او داسي نور او برېښنائي رسنۍ لکه راډیو، ټلویزیون، انټرنيټ او نوري ټولنیزي رسنۍ چي خواله رسنۍ هم ورته وایي لکه فیسبوک، یوټیوب، واټساپ، ټیلیګرام او داسي نور.
لکه څنګه چي د خبر په رسولو کي برېښنائي رسنۍ ډیري مؤثري واقع کېدای سي او خبر ډېر ژر د ټولني نورو غړو ته رسوي او مثبت اړخونه یې هم تر چاپي رسنیو ډیر دي همدراز یې منفي اړخونه هم زیات دي مثلا د برېښنائي رسنیو لخوا الحاد،بې لاري، لوڅتوب ، د فحش مواد او داسي نور خپریږي.
خو موږ د مسلمانانو په حیث باید دواړي ډول رسنۍ د دین او ټولني په ګټه وکاروو نه د شر او فساد په ګټه.
په افغانستان کي هم غرب پاله رسنۍ ټولي د (USAID) لخوا تمویلیږي که تلویزیونه دي که راډیوګاني که مجلې او که اخبارونه دي چي یوازي د غرب اخلاقي او کلتوري ارزښتونو ته پام کوي او یوازي په لږه اندازه به آزاد او مستقل رسنۍ هم موجودي وي، مګر غرب د خپلو مزدورو رسنیو پرمټ او د مزخرفو نشراتو پر مټ غواړي چي له افغانانو څخه غیرت یوسي او یوازي یې په شهوتي مسائلو کي راښکېل کړي.
د لومړي ځل لپاره غرب په افغانستان کي د آزادو رسنیو په نامه د (110,7) میلیونه ډالرو په لګښت سرمایه ګذاري وکړل چي بېله ضرورته په هره ولسوالۍ کي لا هم د راډیوګانو شتون، په ښه کاغذ او کیفیت باندي د منحرفو مجلو او ورځپاڼو چاپول او داسي نور چي سلهاوو راډیوګانو تلویزیونو او ورځپاڼو او مجلو ته یې شمېر رسیږي جوړي کړې.
همدارنګه امریکایانو د لومړي ځل لپاره د طلوع تلویزیون د بنسټ ډبره د (2,8) میلیونه ډالرو په ارزښت کښېښودل او په لومړي سر کي یې د ډیرو لیدونکو د راجلبولو لپاره د حکومت ضد خپروني شروع کړې کله چي یې ښه ډېر لیدونکي راجلب کړه نو په کراره کراره یې د غربي مقاصدو په پوره کولو شروع وکړه او خپرونو ته یې تغیر ورکړ چي اوس هم د بېلابیلو مبتذلو سریالونو، فلمونو او خپروونو په نشرولو سره په پراخه اندازه فساد خپروي او خپور کړی یې دی.
دصداي آزادي مجله، طلوع تلویزیون، لمر تلویزیون، یک تلویزیون، شمشاد تلویزیون، هیواد تلویزیون، خورشید تلویزیون، آرزو تلویزیون او داسي نور په لسهاوو تلویزیونونه، مجلې، راډیوګاني او سایټونه کوم چي یوازي او یوازي په ټولنه کي فحشاء، فساد او فتنه خپروي.
چي په همدې تلویزیونونو د سوال او جواب په بڼه اسلامي خپروني هم لري چي یوازي پکښي خرڅ سوي مفتیان ناست وي او د ساز او سرود د رواه والي فتواوي هم ورکوي، همدارنګه یې په سریالونو کي هم بڼه بدله کړې چي د هندي سریالونو پرځاي ترکي سریالونه په پراخه اندازه خپروي چي پکښي مسلمانان، سلام، مسجد، جمعې ورځ او داسي نورو څخه یادونه کوي ترڅو د خلګو فکرونه نور هم د سریالونو په اړه ښه کړي، د غربیانو لدې خپروونو څخه یو هدف هم دادی چي په افغاني سوچه اسلامي ټولنه کي منځلاری اسلام رواج کړي ځکه د اسلام په خلاف ددوی نوې جګړه تردې شعار لاندي روانه ده : (پخپله اسلام ستونزه ده، خو منځلاری اسلام ددې ستونزي حل دی) غواړي ډیموکراټ او امریکايي اسلام په ټولنه کي رواج کړي لکه څرنګه چي تاسو د منځلاري اسلام د کامیابۍ پړاوونه د غرب لخوا په سعودي کي وینئ.
په هغه تلویزیون کي چي یو ساعت د ټنګ ټکور او موسیقي د زده کړي خپرونه وي خو یو ساعت وروسته بیا قال الله قال الرسول خپرونه شروع وي، یعني هم اسلام او هم دیموکراسي؛ اشتراکي نظام ته وده ورکول خو یې یو ستر هدف دی پداسي حال کي چي په اسلام کي اشتراکي نظام په مطلقه توګه شتون نلري.
د ستاره افغان او داسي نوري هغه خپروني دي چي په پراخه اندازه فساد خپروونکي او اسلامي او افغاني ارزښتونو د پښو لاندي کوونکي دي. چي لدې لاري د هنر او تفریح په نامه اخلاقي ارزښتونه او حیاء تر پښو لاندي کوي، موسیقي ته هنر او ډم ته هنرمند ویل کیږي. او ددې پر ځاي چي ځوانانو ته اسلامي فکر ورکړي ورته د موډ، فیشن او غربیت ډول ډول خپروني وړاندي کوي.
همدارنګه داسي سیاسي خپروني هم لري چي یوازي او یوازي پکښي بې دینه سیکولر، ډیموکراټ او پخواني کمونستان، د دښمنانو د لاس آله سوي او لاسپوڅي ناست وي چي د اسلام، مسجد، مدرسې، محراب، طالب، ملا او منبر په اړه خورا بده مفکوره لري او د اوسنیو غمیزو لاملونه هم (د اسلام بچیان) ګڼي.
صلیبیان او یهودان غواړي چي د رسنیو له لاري د اسلام مبارکه څېره بده ښکاره کړي او غربي ملتونه ور څخه کرکجن کړي ځکه نو بیا اکثریت وخت صلیبیان له اسلام څخه کرکه کوي او نه غواړي اسلام قبول کړي، همدارنګه غربیان د رسنیو له لاري فحشاء، غرب ګرایي او الحاد د ځوانانو و ذهنونو ته ترزیقوي او د اسلام ځلانده څېره هم د اسلامي امت د بچیانو لپاره شکمنه ښکاري، مسلمانان پر خپل تاریخ او د اسلامي نړۍ پر سترو فاتحانو باندي شکمن کوي.
رسنۍ ځکه ډیري خطرناکي ثابتي سوي دي چي د ټولني ټول قشرونه که هغه سواد لورنکي، بې سواده، زده کوونکي، بې وزلي، فقیر، فرهنګي او غیر فرهنګي کسان ټولو ته یې خطاب متوجه دی.
علماؤ هم د غربي رسنیو او د مبتذلو خپروونو په مقابل کي خپل مسئولیت ندی اداء کړی، ټول چوپ دي او په اړه یې هیڅ نه وايي بلکي ددوی په چوپوالي باندي هغوی ته نور جرأت هم پیداکیږي چي تردې هم غیر اخلاقي خپروني پیل کړي. اصلا پر علماؤ باندي داسي حالت راغلی لکه څرنګه چي استاد یاسر صاحب وايي (احساس مړ دی او ممبر ګونګ دی او مفتي خرڅ شوی دی او مدرسه نړیدلې ده .)
د علماؤ همدا چوپوالی ددې لامل سو چي ټول ځوانان یې راڅخه پردي کړل او ټولو ته یې د غرب مفکورې انتقال کړې چي بیرته مستقیم مسیر ته یې برابرول زیات وخت غواړي، کچیري مسلمانانو په رسنیز ډګر کي په پراخه اندازه فعالیت درلودای نن به داسي نه کېدل. که وي هم نو زیاتره یې کوم داسي فکري خپروني نلري چي مسلمانانو ته د غرب د دسیسو په اړه بیداري ورکړي.
بیا هم وایم چي رسنیز خدمتونه باید د اسلام په چوکاټ کي وي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه ترسره کړي او کوم څوک چي پدې اړخ کي وخت مصرفوي او ستړیا ګالي خپله ستړیا او وخت دي بېځایه نه ګڼي، ځکه په اوس وخت کي چي مطبوعاتو ډېر پرمختګ کړی نو یو هیواد چي غواړي پر بل هیواد یرغل وکړي نو لومړی د هیواد دننه میډیا فتحه کوي او د هغې لاري د خلګو ذهنونو ته لار پیداکوي او هغه فتحه کوي چي بیا په آسانۍ سره کولاي سي چي پر هغو هیوادونو خپل واک وچلوي، ځکه دا خبره ثابته سوېده چي د مځکو او هیوادونو بیا فتحه کول زور او قوت ته اړتیا لري او لږ وخت نیسي خو د ذهنونو بیا فتحه کول او پر مستقیم مسیر سیده کول بیا پېړۍ پېړۍ وخت ته ضرورت لري.
نو لدې وجي ضرورت لرو لکه څنګه چي جهادي سنګرونه د سوچه مسلمانانو په لاس کي دي باید چي میډیایي سنګرونه هم سوچه مسلمانان په لاس کي واخلي. لکه څنګه چي دوکتور الیاس وايي (رسنۍ چي باید د اسلامي امت استازيتوب او ویاندويي وکړي او د اسلامي امت د بیدارۍ په لاره کي ترې ګټه پورته سي، اسلامي امت د مکرونو او دسیسو څخه وژغوري، دا ډول رسنۍ په اسلامي هیوادونو کي ډېره کمزوري او ضعیفه وي له همدې امله دا ډول رسنۍ شدید کوښښ او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او د ټول اسلامي امت تحریک ته اړتیا لري).