په ملګروملتو کې د امریکا ا ستازې نیکی هیلې دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا سره د دغه شان چلند په توجیه کې مدعی شوی ، دهغه څه په وړاندې د دغې شورا چپتیا چې هغې دایران او ونزویلا په څیر په هیوادونو کې د بشری حقوقو خلاف ورزی بللې ، واشنګټن له دغې شورا د وتلو فیصله کړې ده.
امریکا یوه بل نړیوال اورګان څخه هم ووتله . دې ځل وار د دملګروملتو د بشری حقوقو د شورا ، چې دخورا ستر نړیوال ا ورګان تر نظر لاندې د بشری حقوقو په موضوعګانو د غور تر ټولو اصلی اورګان دی، راورسید؛ څو دامریکا حکومت ترې ووځی .
په ملګروملتو کې د امریکا ا ستازې نیکی هیلې دملګروملتو دبشری حقوقو له شورا سره د دغه شان چلند په توجیه کې مدعی شوی ، دهغه څه په وړاندې د دغې شورا چپتیا چې هغې دایران او ونزویلا په څیر په هیوادونو کې د بشری حقوقو خلاف ورزی بللې ، واشنګټن له دغې شورا د وتلو فیصله کړې ده . هغې همداراز وئیلی دی ، دفلسطنیانو په وړاندې د صهونیسټی رژیم په وسیله دبشری حقوقو په خلاف ورزیو دملګروملتو دبشری حقوقو د شورا بیا بیا نیوکې د دغه شان فیصله کولو لپاره یو بل اساس دی .
البته دامریکا حکومت ، په همداوروستیو کلونو کې په ځلونو هڅه کړې ده د بشری حقوقو د نورو اورګانونو په څیر دملګروملتو دبشری حقوقو دشورا لور نیونې هم دخپلو ګټو په اساس برابرې کړی او له دوی هم د خپلو متحدانو د هڅولو او د دښمنانو د رټلو لپاره ورځینی د بهرنی سیاست په توګه استفاده وکړی . په عین حال کې دبشری حقوقو له موضوع ، په تیره بیا د صهونیسټانو له خوا د نه انکاریدونکو بشری حقوقو دخلاف ورزیو او وحشی ډوله جنایتونوپشمول له موضوعګانو د امریکا نا وړه استفادې، د نړۍ د زیاتره هیوادونو دمقاومت لامل شوی دی . له دې امله دملګروملتو دبشری حقوقو د شورا په څیر له اورګانه د امریکا دناسمې استفادې په دوام کې د دغه هیواد دحکومت له ناکامۍ وروسته ، له دغې نړیوالې شورا د وتلو لارې ته مخه شوه ؛ هماغه ډول چې دپاریس دآب وهوا له تړونه ، دټرانس له تجارتی تړونه، له پسیفیک تړونه ، د یونسکو له ادارې او دغه راز له ایران سره له شوی نړیوالې ایټمی موافقې امریکا وتلې ده .
دملګروملتو دشری حقوقو له دغه تر ټولو لوړ اورګان سره دغه غلیمانه کړچار او کړنې ، په داسې حال کې د واشنګټن له خوا غوره کیږی ، چې دامریکا په جنوب کې له غیر قانونی کډوالو مور پلاره د ماشومانو اجباری جلاکیدا او دهغو نیول کیدا ، دنړیوال نفرت او کرکې اوغوسې څپه راولاړه کړې ده . دامریکا په داخل او بهر کې ، حقیقی اوحقوقی شخصیتونو دغه شان کړچار ، دانسانی حقوقو، انسانیّت او اخلاقو ښکاره خلاف ورزی بللې ده او دا ئې د دوهم نړیوال جنګ په پړاؤ کې دنازیانو ظالمانه عملونو او چلندونو ته ورته بللی دی .
د ملګروملتو دبشری حقوقو د چارو لوړ کمیشنر زید رعد الحسین په دې باب وائی ، له امریکا غواړو ، له هغو کډوالو مورپلاره د ماشومانو اجباری جلاکیدا نامناسب سیاست دې ، چې له میکیسکو امریکا ته واردیږی ، ودروی .
داپه داسې حال کې دی ، چې دامریکا په وسیله دبشری حقوقو خلاف ورزۍ یوازې د واړو ماشومانو نیولو او دهغوی زندانی کولو ته نه محدودیږی ، بلکې په تیرو دوو لسیزو کې له امریکا په داخل او بهر کې د د دغه هیواد حکومتی له خوا دغه شان ډیر چلندونه لیدل شوی دی . د کیوبا په ګوانتاناموکې بدنام بند ، دعراق په ابوغریب کې وحشتناک بند او د افغانستان په بګرام کې ویرونکی بند جوړول ،په اوبو کې په مصنوعی ډول ډوبول ، دپټو بندونو جوړول، په امریکا کې د دځینو تور پوستو ځوانانو د ژوند په حق د سترګو پټول، دمهاجرت غیر انسانی سیاستونه،دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له ښآریزو د خبرو او ټیلیفونونو آوریدل او دهغو جاسوسی کول او په نهایت کې د بحرین ، سعودی عربستان او وحشی صهونیسټی رژیم په څیر د بشری حقوقو له خلاف ورزی کونکو هیوادونو سره ملګرتیا ، د امریکا د حکومت له خوا دبشری حقوقو یوازې څو موردونه شمیرل کیږی . له دې امله به څه د حیرانتیا خبره نه وی ، چې په نړۍ کې د بشری حقوقو له خورا اصلی خلاف ورزی کونکی هیواد چې اتفاقا ، هڅه کوی ، دبشری حقوقو په موضوع کې د نورو هیوادونو په وړاندې د پلټونکی ، قاشی او څارنوال رول ولوبوی ، دملګروملتو د بشری حقوقو له خورا ستر او نړیوال اورګانه ووځی . په دغه شان فیصلې سره به ، دبشری حقوقو له خلاف ورزی کونکو هیوادونو څخه په لاچورلټ ډول په ملاتړ او دغه راز د بشری حقوقو په پراخوخلاف ورزیوکې دامریکا د حکومت لاسونه لازیات خلاص شی .