آریانانیوز: علامه شعراوي رحمه الله تعالی په خپل تفسير کي ليکي چي زه د دکتور عبد الوهاب عزام رحمه الله تعالی دې وينا ډېر زيات حيران کړم، چي د پاکستاني شاعر علامه اقبال لاهوري رحمه الله تعالی د مثنی شعر په مقابل کي يې د طيبې کليمې په اړه يو بل حيرانوونکی شعر ويلی دی.
د علامه اقبال لاهوري رحمه الله تعالی اشعار پر اسلامي فلسفه او اسلامي فکر سره راڅرخي، خو دکتور عبد الوهاب عزام رحمه الله تعالی د هغه رحمه الله د مثاني شعر په مقابل کي يو داسي شعر ليکلی دی چي د هغه شعر يې ننګولی دی؛ علامه اقبال رحمه الله تعالی فرمايي:
انما التوحيد ايجاب وسلب وفيهما لنفس عزم ومضاء
ياني د توحيد په کليمه «لا اله الا الله» کي ايجاب او سلب دی، ياني «لا اله» يې سلب او «الا الله» يې ايجاب سو. او په همدې ايجاب او سلب کي نفس ته عزم او همت او قوت او ځواکمنتيا وربخښل کېږي.
دکتور عبد الوهاب عزام رحمه الله تعالی د هغه خبره په يوې برېښنايي قضيې ورپوره کړې ده:
«لا» و «الا» قــوة قــاهــرة فهما في القلب قطبا الکهرباء
ياني په لا اله الا الله کي «لا» او «الا» يو قاهري او ځواکمن قوت دی، چي دواړه په زړه کي د برېښنا دوه قطبونه يا مرکزونه دي. نوموړي داسي تحليل کړی دی چي که موږ وګورو د برېښنا دوه مزي يا لينونه وي، چي يو يې جمه او بل يې منفي وي، چي د همدې دوو لينونو په مټ برېښنا له مرکز څخه برېښنايي آلاتو ته انتقالېږي. همدا ډول د طيبې کليمې (لا اله الا الله) هم نفي او اثبات دوه مرکزونه دي چي زړه ته د توحيد برېښنا انتقالوي، ياني د دې کليمې په ويلو سره زړه ته د توحيد رڼا ورانتقالېږي، چي په همدې سره زړه ژوند او حيات ترلاسه کوي. همدا زړه چي د توحيد په برېښنا روښانه او ژوندی سي، نو په مستقيمه توګه له الله جل جلاله سره اړيکه پيدا کوي. او همدا بنده چي تر همدې اړيکي وړاندي بې ځواکه او ناڅيزه وو، چي د هيڅ شي اهميت يې نه درلودی؛ خو کله چي د توحيد د برېښنا مثبت او منفي د هغه زړه ته برېښنا ورنقل کړه، نو زړه ژوندی سو، وړاندي بې عزته وو، خو اوس عزتمن سو، وړاندي يوازي د نورو حيوناتو په څېر يو ژوندی موجود وو، خو اوس د انسانيت په ګېڼه سينګار سو او وړاندي هيڅ نه وو، خو اوس هر څه سو، ځکه د خپل پالونکي په يووالي، توحيد او شتون يې اقرار وکړ او هغه جل جلاله سره يې په حقيقي بڼه اړيکه جوړه کړه.
ابو المنظور «عطشان»