د اندونیزیا د علماؤ د غونډې طرح د کابل د حکومت ابتکار و چې اشرفغني یې رسماً د اندونیزیا له ولسمشر نه، افغانستان ته د هغه د سفر پرمهال مطالبه کړي وه.
د اندونیزیا ولسمشر هغه مهال یاد وړاندیز ته مثبت ځواب ووایه، په لڼد وخت کې یې د غونډي د کوربتوب ژمنه وکړه، چونکه د کابل حکومت په ظاهره هغوی ته د سولي په برخه کې د همکارۍ خبره کړي وه؛ مګر په حقیقت کې د دوی او د دوی د بهرنیو دوستانو اراده دا وه چې دغه علماء به د اندونیزیا هیواد په کوربتوب په افغانستان کې د روان جهاد پر نا مشروعیت شرعي فتوا ورکړي. او په دې توګه به امریکا له طالبانو سره په جګړه کې بریا ترلاسه کړي. په همدې موخه یې وار له مخه یوه اعلامیه هم ترتیب کړي وه چې د غونډي تر ختمیدو وروسته به یې ابلاغوي.
تر دغه خبر وروسته طالبانو له خپل رسمي ادرسه یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې یې راټولیدونکي علماء او د اندونیزیا حکومت د امریکا او د هغوی د لارویانو له سازشونو نه آګاه کړل.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي وو: د افغانستان اوسنی مقاومت، د هیواد د آزادۍ جګړه ده، د دین او ناموس د ساتني برحق جهاد دی. نه باید تاسو د اشغالګرو د فریب ښکار شئ.
له همدې ځایه وه چې د اندونیزیا حکومت غونډه تر امرثاني وځنډوله، خو د کابل حکومت د سولي شورا له ډېر اصرار وروسته یاده غونډه د تیري جمعې په ورځ دایره شوه، ولي د شرعي فتوا پرځای، د یوې سیاسي اعلامیې په صادرولو سره له هغي پایلې پرته پای ته ورسیده؛ د کومي پایلې چې امریکا او د کابل حکومت اټکل درلود.
د کابل حکومت چې همیشه یې وخت پر داسي کانفرانسونو او غونډو عبث تیریږي چې د ترسره کیدو وروسته یې پایلې زیاتره وخت د دوی د هیلو خلاف راوزي. ښه بیلګه یې همدا د اندونیزیا غونډه او تر دې وړاندي د تاشکند ناسته وه، په تاشکند کې هم روسانو او د منځنۍ آسیا ځینو ګډونکونو د افغانستان ستونزه د بهرنیانو موجودیت وباله. لکه څنګه چې د اندونیزیا د غونډي آساسي کوربه، د هغه هیواد ولسمشر جوکو ویدودو وویل : چې له افغانستان نه اوس د اسلامي نړۍ دویم فلسطین جوړ شوی دی. لاس نیوی یې نه یوازي پر مسلمانانو بلکي پر ټولو خلکو لازم دی.
مطلب دا چې فلسطین د یهودي اشغال له امله څه باندي 70 کاله کړیږي همدارنګه افغانستان هم د فلسطین په څیر د امریکایي اشغال له لاسه د اور په سره تبۍ بدل شوی. پکار دا ده چې عملي او فکري ملاتړ یې وشي ترڅو د افغانستان بنسټیزه ستونزه له منځه ولاړه شي.
دې ته په کتو چې غونډه د اندونیزیا په کوربتوب جوړه شوي؛ نو مهم ترین شریک یې هم د هغه هیواد ولسمشر بلل کیږي، د هغه وینا او د وینا دا ټکی چې افغانستان دویم فلسطین دی؛ د ټولي غونډي خلاصه ګڼلای شو. هغه څه چې پرحقیقت بنا ده، د همدې په رڼا کې افغان حکومت ته پکار ده چې نور پر شته واقعیت سترګي پټي نه کړي. د افغانستان اشغال د افغانانو لپاره ترهرڅه لوی سردرد دی ، که چیري افغان چارواکي رښتیا هم ځان د دې ملت نماینده حکومت ګڼي او پرخپلو خلکو یې زړه خوږیږي، او په ریښتیني توګه د ستونزو حل غواړي؛ نو تر هرڅه وړاندي دې د اندونیزیا د غونډي د اصلي کوربه ډیویډ پر خبره عمل وکړي، د اشغال په زیان دې اعتراف وکړي، د اشغالګرو له همکارۍ دې لاس واخلي. کله چې اشغال پای ته ورسید، د افغانستان ټولي ستونزي ورسره حل کیدلای شي. مګر شنونکي فکر کوي چې افغان حکومت به هیڅکله هم د اشغالګرو په وتلو راضي نشی، هغه اشغال چې د کابل د لاسپوڅي حکومت لپاره د اکسیجن کار ورکوي.