د 70 میلادی می لسیزی په وروستیو کی، د شوروی جمهوریتونو اتحاد د سره پوځ له خوا، د افغانستان د نیواک له وخت څخه، او وروسته د کورنیو جنګونو له کبله؛ افغانستان تر ۲۰۰۱ کاله پوری، د منظم او یو موټی پوځ له لرلو څخه بی برخئ ؤ. په ۲۰۰۱ م کال کی کابل ته د شمال ائتلاف د مجاهدینو په ورتګ، او د لنډ مهال حکومت په ټینګیدو سره، د افغانستان د ملی پوځ د جوړولو لپاره مهم ګامونه اوچت شول.
د آلمان په«بن» کی د سیاسی کنفرانس په اساس، چی له طالبانو وروسته د افغانستان د جوړښتونو د پلان سنجونی د طرحې د چمتو کولو لپاره ترسره شو، د افغانستان لپاره د یو ۳۶۰ زره کسیز پیاوړی
پوځ جوړول په نظر کی ونیول شو، او په چټکۍ سره د هغه سریزې چمتو شوې. په افغانستان کی د ملی پوځ په جوړیدو سره، امریکا؛ له ۲۰۱۰ م کال څخه، د افغانستان پوځ ته د امنیتی چارو د سپارلو کار پیل کړ، او په امریکا کی د باراک اوباما د ؤلس مشرۍ په دوره کی، هغه فیصله وکړه چی تر ۲۰۱۴ م کال پوری، د یاد هیواد ځواکونه له افغانستان څخه وباسی، چی په عمل کی دغه فیصله اجرا نه شوه، او واشنګټن یو ځلې بیا په افغانستان کی د خپلو پوځی ځواکونو زیاتولو ته اقدام وکړ.
دا پداسی حال کی ده، چی د افغانستان دولت او پوځی قوماندانانو په ځلونو،د هیواد له سرحداتو څخه د دفاع، او له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره، د دغه هیواد د ملی پوځ او پولیسو پر اقتدار او توان ټینګار کړئ دئ. خو امریکی او ناټو؛ نه یواځې دغې مسئلې ته پام نه دئ کړئ، بلکه هڅه یی کړې ده د افغانستان په پوځ کی د پراخ فساد د تور په مطرح کولو سره، د یاد هیواد پوځیان د امنیت د برابرولو لپاره، د صلاحیت او توان له لرلو څخه بی برخی معرفی کړی.
د افغانستان د مسایلو څیړاندئ« عبدالهادی قریشی » پدې اړه وایی:« په افغانستان کی د امنیت او سولې د ټینګولو لپاره، بهرنیو
او اجاره ای ځواکونو ته اړتیا نشته ».
دا پداسی حال کی ده، چی د نړۍ د پوځونو په کټه ګورۍ کی، د افغانستان پوځ په ۲۰۱۸ م کال کی د نړۍ د ۷۱ یم قدرتمن پوځ رتبه لری؛ چی د دنیا د زیاترو پوځونو په پرتله، له ډیر ښه موقعیت څخه برخور دئ. د افغانستان د پوځ د شاته پاتی والی یو مهم علت، د هغه تجهیزولو او تقویی، په تیره بیا د هوایی او کماندویی ځواکونو سمبالولو ته د امریکی او ناټو بی پامې ده.
دیته په پام سره؛ چی د افغانستان پوځ له ټروریزم سره د مقابلې په لمړۍ کرښه کی شتون لری، او امریکا او ناټو هم ادعا کوی، چی له ټروریزم سره د مقابلې لپاره یی، په افغانستان لښکر کشې کړې ده، انتظار کیده چی د افغانستان د ملی پوځ او پولیسو د هرڅه چټک تجهیز او تقویی لپاره اقدام وکړی، چی په عمل کی نه یواځی داسی ونه شو، بلکه د افغانستان پوځ زیاترو قوماندانانو اقرار کړئ، چی ترهه ګر د افغانستان د پوځ په پرتله، څو چنده زیات له پرمختللو وسلو څخه برخور دی، او دا د دی سبب ګرځی چی په یو شمیر جبهو کی، ترهه ګر په لا اوچت موقعیت کی راشی.
د سیاسی مسایلو شناندئ« عتیق الله امرخیل » باوری دئ:
« که امریکی؛ په افغانستان کی د جګړې د پایته رسولو لپاره صداقت لرلای، د دغه هیواد د پوځ هوایی ځواک یی په مډرنو الوتکو او وسلو سمبالاوه ».
د افغانستان جغرافیایی موقعیت ته په پام سره، له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره، له هوایی حملو څخه استفاده کول، یو نه انکار کیدونکئ ضرورت دئ، او د ترهه ګرو د نابودۍ لپاره؛ د قدرتمن هوایی ځواک لرل، د افغانستان پوځ اړتیا ده، چی د نږدی تیرو شلو کلونو په اوږدوکی، امریکی او ناټو نه یواځی د افغانستان پوځ د هوایی ځواک د سمبالولو او تقویی لپاره، اقدام ونه کړ؛ بلکه په ۲۰۱۳ مو او ۲۰۱۴ کلونو کی، چی له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو ځواکونو د وتلو مسئله مطرح وه، د امریکی پوځ؛ افغانستان ته پدی هیواد کی د امریکی د مستقرو پوځی سامان آلاتو، سپارلو ته چمتو نه شو. د افغانستان پوځ هم، چی د امریکی او ناټو تر سلطې لاندی دئ، د پوځی تجهیزاتو د پلورلو لپاره، لازم اختیارات نه لری.
د سیاسی چارو څیړاندی« محمد آگل مجاهد » پدې هکله دا نظر لری؛ چی« د افغانستان پوځ سمبالول، او د امریکی د صادقانه کړچار په ملتیا، په پاکستان دباؤ اچول، په افغانستان کی د جګړې
د ختمولو لپاره، له مهمو عواملو څخه دی ».
امریکی تل هڅه کړې ده، چی د افغانستان پوځ په کمزوری ساتلو سره، له امنیتی او پوځی نظره، دغه هیواد د امریکی او ناټو په پوځ پوری پیلئ وساتی. سربیره پردې امریکا ښه ترا پوهیږی؛ چی د افغانستان پوځ د یاد هیواد د خلګو د پردې دښمنه روحیې تر اغیز لاندی، د ترهه ګرو د نابودولو او د نیواکګرو د شړلو لپاره، له لازم غیرت او توانایی څخه برخور دئ. له همدې کبله یی؛ په وروستیو کلونو کی د بحران په مدیریت کولو سره هڅه کړې ده، د افغانستان امنیتی بدلونونه د خپلې علاقې سره سم مدیریت او اداره کړی، تر څو د خونړیو تاوتریخوالو په ادامې سره، د افغانستان د نیواک د ادامې پلمه هم وجود ولری.
د افغانستان کړکیچ او لانجې د مدیریت کولو په دوام کی، د امریکی ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ »، په افغانستان کی د بلک واټر په شمول، خصوصی شرکتونو ته د امنیتی چارو په سپارلو سره، پدی هیواد کی د جګړې د خصوصی کولو پلان مطرح کړ، چی د افغانستان په داخل کی له پراخ اعتراض او غندنی سره مخامخ شو. خصوصی شرکتونو؛ په تیره بیا بلک واټر په افغانستان کی بی شمیره جنایتونه سرته رسولی دی، چی زیاتره یی تر اوسه لا افشا شوی نه دی.
د افغانستان پخوانئ ؤلس مشر« حامد کرزئ » پدې هکله وایی:
« هر کله که د جګړې مسؤلیت؛ د امریکی له خوا خصوصی شرکتونو ته وسپارل شی، دغه کار د هیواد له ملی حاکمیت سره څرګند تناقض او ضدیت لری، او د افغانستان د اساسی قانون څرګند پایمالول دی».
په هر حال؛ د افغانستان پوځ له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره، د ضروری تجهیزاتو او وسلو له نه لرلو سره سره، خپل توان ښودلئ دئ، خو په وروستیو کلونو کی د ملی وحدت د دولت په داخل کی، او د ګوندونو او اقوامو ترمنځ داخلی اختلافاتو، د افغانستان د ملی پوځ او پولیسو په توان منفی اغیز شیندلئ دئ، داشان چی ترهه ګرو جرأت موندلئ چی په کابل کی په پوځی مرکز، او د هغه په روغتون حمله وکړی، او په یو شمیر جبهو کی برتری ولری.
له همدی کبله، په افغانستان کی سیاسی ټولنو په ځلونو، د داخلی اختلافاتو د پایلو او عواقبو په هکله، د ملی وحدت دولت مشرانو
ته خبردارئ ورکړئ، او په افغانستان کی د امنیت د ټینګولو لپاره، د ملی یو والی په پیاوړتیا ټینګار کوی.