برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د افغانستان سر بډاله خلګ

د کابل په سرینا هوټل کی د وفاق ملی په نامه یوه غونډه وشوه، چی په ترځ کی یی د افغانستان د پخوانی ؤلس مشر«حامد کرزی»، او د هغه د دولت د ځینو وزیرانو په شمول، یو شمیر برخه والو شخصیتونو، ویناوی وکړې.
د ټولو په ویناؤو کی په ملی وفاق ټینګار کول، د خبرو چورلیز ؤ، او په ضمن کی وینا کونکو؛ حکومت د هیواد د روان وضعیت مسؤل وباله، چی هره ورځ کابو ۳۰۰ کسان وژل کیږی، او حکومت ورته اهمیت نه ورکوی. واقعیت دا دئ چی د افغانستان د خلګو ډیر ستر بحران او مشکل، دا دئ چی هره ورځ د افغانانو او خپلو وطنوالو جنازی په اوږو وړی. د مړینې او وژلې د خبرونو خپریدل، په یو معمولی مسئلې بدل شوی دی. مګر؛ د افغانستان دولتی واکمنان یواځی د چیغی او ناری په وهلو، او د دی خبری په کولو پوهیږی، چی امنیتی او دولتی ځواکونه پیاوړی شوی، او دښمن ته به ماته ورکړی، او د امریکایی ځواکونو ړندو بمباریو او هوایی حملو ته هیله لری، چی شاید د خلاصون یوه لاره پیدا شی. پداسی حال کی چی د دغو حملو په ترځ کی، زیاتره ملکی کسان په نښه کیږی.
د نړۍ په زیاترو هیوادونو کی چی حکومتونه یی له خلګو سره پخپلو کړو وعدو ژمن دی؛ که یوه اونۍ له داسی وضعیت سره مخامخ شی، چی د افغانستان مظلوم خلګ له کلونو راهیسی ورسره لاس او ګریوان دی، حتماً به حکومتونه یی یا کومه چاره وسنجوی، چی خلګ له خواشینونکی وضعیت څخه وژغوری، او یا هم له خلګو څخه د معذرت په غوښتلو سره به، استعفا ورکړی. مګر په افغانستان کی یواځی د دغه هیواد د دولت د بی احساسی بحث او مسئله نه ده؛ بلکه د سیاسی ګوندونو او شخصیتونو بحث هم مطرح دئ. ځکه؛ که خلګ بیدار وی، او سیاست وال او کارپوهان بیدار وی، په هغه صورت کی که دولت غفلت وکړی، خلګ او سیاست وال چوپ نه پاتیږی، د اعتراض نعرې وهی. له دې کبله په افغانستان کی یواځی د دولت د بی احساسی بحث مطرح نه دئ. پخپله همدغه سیاستوال چی په حکومت اعتراض او نیوکه کوی؛ څومره په خلګو کی محبوبیت او اخلاص لری؟
آیا دوی په خلګو کی نفوذ او د پښیې د پل ځای لری؟ آیا دوی خلګو ته ثابت کړئ، چی د هغوی له حقوقو او ګټو څخه دفاع کوی؟ یا نه د هغوی هدف دا دئ چی د ارباب( امریکی ) اعتماد لاسته راوړی؟ آیا د افغانستان سیاسی جریانونه او ډلې؛ یواځی په دولت د نیوکی په کولو سره کولای شی خپل مسؤلیت او دین ادا کړی، یا نه؛ پداسی یو وضعیت کی چی هره ورځ نږدی دری سوه افغانان، په بی معنا جګړه کی د نورو د ګټو په لاره کی وژل کیږی؛ له نیوکی کولو څخه لا دروند مسؤولیت په غاړه لری؟ دغه سیاسی ګوندونه او شخصیتونه ولی دومره همت نه لری؛ چی خلګ د یو چورلیز په شاؤخوا را غونډ کړی؟
د دغې بدنامې او کور ورانونکې جګړې د پایته رسولو لپاره، له دې څخه پرته بله مناسبه حل لاره نشته، چی د افغانستان زیاتره خلګ د یو چورلیز او موضوع په چاپیر سره را غونډ شی، او خپل هیواد د پردیو د جګړې له دغه اور څخه وژغوری. که د افغانستان ارزښتونه او ملی ګټې د هیواد د سیاستوالو په نزد اهمیت او لمړیتوب ولری؛ په بهرنیو سفارتونو او جاسوسی شبکو پوری پیلی نه وی، او یواځی په ملی ارزښتونو او ګټو وفاداره وی، د افغانستان خلګ به په یوه آواز د هغوی په خواو شا سره را ټول شی. او هغه کسان چی خلګ د هغوی ملاتړی دی، هیڅ قدرت نه شی کولای د هغوی په وړاندی ودریږی. د افغانستان غیور ؤلس په ځلونو خپله اتلوې او ټینګ هوډ ثابت کړئ، خو له بده مرغه
نن سبا د مخلصو شخصیتونو له کمښت سره مخامخ دی. په سیاسی ډګر کی زیاتره فعال شخصیتونه؛ د ؤلس پر ځای د پردیو سفارتونو ته ګوری، او د افغانستان په خلګو کی اوسنۍ ستره بدبختې، همدغه مسئله ده.

شریک یي کړئ!