آریانانیوز: افغان سولې اړوند مسکو کنفرانس ته امريکا خپل استازی واستوو، خو افغان حکومت په یاد کنفرانس کې له ګډون نه انکار وکړ او د سولې شورا هم په سمبوليکه بڼه ځيني استازي ور معرفي کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ځل ياد کنفرانس د حکومت په غوښتنه وځنډول شو خو بيا هم افغان حکومت ونه توانېد په دې اړه په خپله د ګډون تصميم ونيسي يا هم کم له کمه امريکایي چارواکو ته د خپل ګډون اړوند قناعت ورکړي.
د مسکو کنفرانس يو فرصت و او سوله د افغانانو حياتي اړتيا. حکومت ته پکار ده چې د سولې اړوند هره ناسته هر ځای او هر وخت وي بايد هغې کې ګډون وکړي او د قوي پلاوي په انتخاب مجلس په خپله ګټه وڅرخوي.
دا دليل غېر معقول دی چې په يوه او بله پلمه په خپل نه ګډون سره ځان منزوي کړي.
د افغانستان موضوع اوس د سيمې او ان په نړيوال سياست کې يوه مهمه مسله ده او هر هیواد د خپلو سيميزو او نړيوالو ګټو خونديتوب په پار په يوه نه يوه شکل غواړي ځان پکې دخيل کړي نو حکومت نشي کولای په خپل نه ګډون د نورو هېوادونو په
علاقه مندۍ او ښکېلتیا پابندي ولګوي.
له بلې خوا د افغان حکومت خلاف طالبانو په دغه برخه کې فعاله ډیپلوماسي کارولې او له دې فرصتونو یې پر وخت اعظمي ګټه اخيستې.
له يوې خوا روسانو د طالبانو سره په راشه درشه او لومړي ځل لپاره نړيوال سټيج ته د طالبانو پر راوستو ځان د سيمې هغه قوت څرګند کړ چې يو ناممکن کار یې ممکن کړ نو بلخوا طالبانو هم عين ګټه د روسيې د قوت په کارولو ځان ته وکړه او لومړي ځل لپاره یې د روسیې له نفوذ او ټربیون نه په استفاده وروسته له اولس کلن بنديز نه نيغ په نيغه نړۍ ته ځان معرفي کړ. خپلې برنامې یې مشخصېږي کړې او هغه اندېښنې چې دا اولس کاله امريکا د تبليغاتي جګړې له لارې ايجاد کړي وې تر يوه حده ځواب کړې.
طالبانو د دغه جوړ شوي کنفرانس له لارې نړۍ ته خپل پيغام په واضحه توګه ورسو چې دوی به راتلونکي کې سيمې ته تهديد نه
وي. دوی تروریستي ډله نده او نه هم د افغانستان پرته نړيواله اجنډا لري.
مانا دوی دواړو داسې ډيل يا معامله وکړه چې په (Win Win) يا هر لوري ځان ګټونکی وموند.
ولسمشر غني په ټاکنيز کمپاين او د حکومت لومړيو کې تل مدعي و چې افغانستان به د سيمې څلور لارې او هېوادونو د وصل لپاره په يوه پل بدلوي، مګر پر امریکا د افراطي اتکا له امله اوس افغانستان په سيمه او نړۍ کې مخ په انزوا روان دی.
طالبانو بيا د افغان حکومت له دغه سياسي ضعف نه په استفاده په سيمه کې د بې باورۍ ايجاد شوې تشه په خپل حضور ډکه کړه. طالب پلاوي په پرله پسې ډول اندونيزيا، مليشیا، ازبکستان، ترکمنستان، قزاق، تاجکستان او نورو هېوادونو ته د باور جوړونې په پار سفرونه وکړل او ويل کېږي چې هند سره هم اړيکې نيول شوي هغوی ته یې هم ډاډ ورکړی چې دوستي او دوښمني به یې د افغان ګټو مطابق وي نه د پاکستان یا بل هیواد په خوښه او اشاره.
په ټوله کې که سيميزو بدلونونو او تحولاتو ته وکتل شي افغان حکومت او امريکا ورځ تر بلې په سيمه کې د سميز اتصال پر ځای
په خپله مخ په سياسي انزوا روان دي.
چين، روسيه، پاکستان، ايران او نور هیوادونه چې يو وخت په افغان جګړه کې د دوی کليدي پارټنران وو اوس یې په رقیبانو بدلېدونکي دي.
امريکا که افغانستان کې له سيميز فشار سره مخ کېږي نو دا تر ډېره حده ممکن سولې اړوند ګټور تمام شي، مګر د افغان
حکومت سياسي انزوا بيا په سوله بد اغېز لري.
سولې پروسه کې فعال حکومت تر غېر فعال هغه په مراتبو ګټور دی او په دا ډول کنفرانسونو او غونډو کې د طالبانو او حکومت مخامخ کېدلو تر ډېره حده شته ستونزو هواري ته لار هواروي.
د افغان حکومت اړيکې که د بیروني فشار له امله له سيميزو هېوادنو سره خرابېږي او يا هم د حکومت د ناسمو پريکړو له امله طالبانو سره له مخامخ خبرو واټن اخلي نو دا دواړه حالته به افغان سوله له سختو ننګونو سره مخ کړي.
له امريکا او سيميزو هېوادنو وروسته طالبان او حکومت اړ دي چې خپل منځي اختلافات په حسنه توګه له يو بل سره حل کړي او که همداسې د يو بل د حذفولو او ايګنور کولو سياست پر مخ بيايي نو دا به په هېواد کې سولې اړوند ټولې ټوکېدلې هیلې په سيند لاهو کړي.
شفيع اعظم