برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په روژه کې څنګه له زیات خورلوڅخه ډډه وکړو؟

د روژې مبارکې په دې اوږدو ورځو کې د ډېرې تندې ترڅنګ د لوږې احساس هم کیږي، چې د روژه ماتي پر وخت د مناسب خوراک کولو سوچ له کمو خلکو سره وي.



پر دغه وخت کې احیتاط نه کول د ډېرو ناروغیو لامل کیږي، لکه خوراک نه هضمیدل، د معدې سوزېدل، خیټه کې ګاز او بدن ته پوره انرژي نه ورکول.

د روژه ماتي پر وخت که څوک په دغو شیانو پوهیږي، خو بیا هم د ټولې ورځې لوږه ترې دا احساس ورک کړي چې په پای کې د ناروغۍ لامل جوړ شي، نو آیا داسې څه باید وشي چې په روژه کې له ډېر خوراک څخه ځان وژغورل شي؟
د اوبو زیات استعمال وکړئ
که چیرې له زیات خوراک څخه د ځان ژغورلو پلان لرئ نو زیاته اندازه اوبه څښل مو عادت وګرځوئ، په ګرم موسم کې نه یوازې د اوبو استعمال اړین دی بلکې ددې په واسطه مو د خوراک اندازه هم کمه شي، کله کله زیاته لوږه د تندې لامل کیدلی شي، له خوراک وړاندې یو ګیلاس اوبه څښل معده پاکه او د هاضمې سیستم غوره کوي، چې وروسته کړی خوراک انسان ته زیان هم نه رسوي.
د خوراک پېل په کوچني شي وکړئ
کوښښ وکړئ چې د روژه ماتي پېل پر خرما وکړئ، او له خرما خوړلو وروسته یوه شېبه انتظار وباسئ، ځکه چې خرما ستاسې لوږه کموي، د روژه ماتي پر وخت لومړی د خرما دوه دانې او یو ګیلاس شربت یا اوبه وڅښئ، او نور خوراک له لمانځه وروسته وکړئ، دغه وقفه به مو د لوږې کچه راکمه کړي.
سوکه خوراک وکړئ
ژر خوراک مو زیات خوراک ته اړ باسي، او همدا ډول زیاته لوږه انسان ژر خوراک او څښاک ته اړ باسي، کوښښ وکړئ چې د روژه ماتي پر وخت سوکه او په وقفه وقفه خوراک وکړئ، ځکه چې سوکه خوراک بدن ته راحت ورکوي او همدا ډول ډوډۍ په خوله کې خواړه ښه میده کيږي او په معده او هاضمه بوج نه راولي، چې په پای کې د کم خوراک لامل کیږي.
له روژه ماتي وړاندې ځان بوخت ساتئ
له روژه ماتي وړاندې د پخلنځای څخه لرې ګرځئ، که چیرې ستاسې د کم خوارک کولو اراده کمزورې وي نو خوړو ته کتل مو د لوږې هوس نور هم زیاتوي، ددې لپاره له پخلنځای لري اوسئ او د خوراک پر وخت له نورو سره پر خبرو ځان بوخت ساتئ.
ورزش وکړئ
په روژه کې یوازې خوب، خوراک او عبادت کول د روژې مقصد نه دی، بلکې خپل ژوند د معمول په څېر تېرول په کار دي، د نورو کارونو سربېره ورزش کول هم اړین دي، په دې سره مو د خوارک هوس/خواهش کمیږي، او همدا ډول ورزش کول مو بدن ته د کړي خوراک انرژي وربخښي.
مناسب خوب وکړئ
د اوړي په موسم کې په عام ډول شپې لنډې او ورځې اوږدې وي، او په ځانګړي ډول په روژه کې چې تراویح او پشلمی هم د شپې برخه شي نو د خوب وخت کم شي، هر کله چې خوب کم شي بدن کې د لوږې زیاتېدلو هارمون اندازه لوړیږي، چې په پایله کې انسان د خوراک پر وخت پر ځان کنټرول نشي کولای. کوښښ وکړئ د ترایح لمونځ کولو نه وروسته بیده شئ او د ورځې په اوږدو کې قیلوله وکړئ.
د وزن کمول هدف وټاکئ
په روژه کې د عباداتو ترسره کولو ترڅنګ مو د وزن کموالی هم یو هدف وګرځوئ، ځکه روژه کې د وزن کمول یو ستر چانس دی، که چیرې د وزن کمولو اراده ولرئ نو د روژه ماتي او پشلمي پر وخت به تاسې د مناسب خوراک عزم کړی وي، چې هم مو وزن کموي او هم به خوراک کم کړئ.

شریک یي کړئ!