برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې د اشغال د بقاء عامل

په افغانستان کې ميشت بهرني پوځيان خپل شتون ته په اصطلاح له تروريزم سره د مبارزې تر نامه لاندې دوام ورکوي او وايي چې تر څو له افغانستان څخه نړۍ ته د تروريزم تهديد نه وي ختم شوی دوی به په افغانستان کې موجود وي.د کابل د نظام پلويان بيا د بهرنيو پوځيانو د شتون د دوام عامل په افغانستان کې روانه جګړه او طالبان ګڼي او وايي چې تر څو طالبان له جګړې څخه لاس وانخلي بهرني پوځيان به په افغانستان کې شتون ولري او که طالبان جګړه بس کړي بيا به په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو شتون ته ضرورت پاتې نشي او موږ به په جرئت ورته ويلای شو چې زموږ له خاورې څخه ووزئ.
خو پوښتنه دا ده چې پورتني توجيهات حقيقت لري او که د افغانستان او نړۍ پر ولس د بهرنيو پوځيانو د شتون د منلو لپاره يو جوړ شوی پروپاګند دی ؟
که د موږ د الله جل جلاله سپيڅلي کتاب قرآن کريم ته په دې اړه مراجعه وکړو او فيصله ترې وغواړو نو په ښکاره راته وايي چې تر څو تاسو له خپل دين څخه وانه ړوي تر هغو به کافران له تاسو سره جنګ ته دوام ورکوي، لکه څنګه چې الله جل جلاله په قرآنکريم کې فرمايي :
﴿ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ﴾ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 217]
ژباړه” – هغوى به ستاسې سره تل په جنګ اخته وي، ان تر دې چې كه یې وس ورسیږي، نو تاسې به له دې دين څخه واړوي”
په نني عصر کې له مسلمانانو سره د کفارو جنګ يوازې نظامي جنګ ندی بلکه دوی د جنګ له مختلفو ډولونو څخه په استفادې له مسلمانانو سره جنګ کوي همدغه راز له دين څخه اړول يې هم په دې ډول نه دي چې يو څوک په زور سره عيسوي کړي ، يا يې يهودي کړي او يا يې ملحد کړي بلکه د دوی کوشش دا وي چې د يو مسلمان باور په اسلام باندې صفر ته ورسوي او تش په ژبه مسلمان پاتې شي. بناءً ويلای شو چې که طالبان جګړه بس هم کړي تر څو چې د امريکايانو ګټې پکې وي زموږ په خاوره کې به خپل پوځي شتون او اشغال ته دوام ورکوي.
بله دا چې د اشغال عامل هغه څوک بلل کيدای شي چې امريکايان او ملګري يې له روم ، قبرس، پيښور او کولاب څخه د طالبانو د حکومت د ړنګولو او واک ته د رسيدلو په خاطر د افغانستان اشغال ته رابلل، تل به له لويديځو ديپلوماتانو او استخباراتي سازمانونو سره په تماس کې ؤ، لويديځو هيوادونو ته به يې په يوه او بل نامه سفرونه کول، په افغانستان کې حاکم وضعيت به يې داسې ته ورته تعبيراوو تا به ويل چې ټول لويديځ به په يوه ورځ چپه کړي.
همدغه راز د افغانستان د اشغال او د اشغال د دوام عاملين هغه څوک بلل کيدای شي :
• د زورورو مټو په برکت يې امريکا افغانستان اشغال کړ.
• په افغانانو يې له امريکا څخه د لويو بمونو د اورولو هيله کوله .
• هغه څوک چې څلورويشت ساعته په امريکايانو پهره وي او که امريکايان له کوم تهديد سره مخ کيږي مقابلې ته يې لومړی دوی وردانګي، امريکايان يې په منځ کې دوی يې مخ او شاته روان وي.
• هغه څوک چې په خپل منځ کې دومره په زړونو سره پاخه دي چې د امريکايانو له شتون څخه پرته يوه ورځ هم آرام وخت نشي سره تيرولای او د يو بل وينې زبيښلو ته ډير بې صبره دي.
• هغه څوک چې د امريکايانو د پوځي شتون په سيوري کې په اداري فساد کې تر غوږو پورې غرق دي او د خپل ولس د ځمکو او ملکيتونو د غصب زمينه ورته برابره شوې.
• هغه څوک چې د جهاد نارې يې وهلې، د اجتهاد دعوه يې کوله ، په خپلو اسلافو يې نيوکې کولې خو د مبارزې د سختيو تاب يې رانه ووړ، امريکايانو ته يې د تنزل لاره خپله کړه او اوس په پټه د هغه چا په وړاندې چې له اشغال سره په مقابله بوخت دي له اشغالګرو سره توطيې او دسيسې جوړوي.
طالبان د افغانستان د اشغال عامل ندي ، که يو څوک له هغو عرب مهاجرينو څخه چې امريکا د يوولسم سپتمبر په حمله کې ښکيل بلل د طالبانو ملاتړ د امريکايانو د اشغال عامل ګڼي، دوی اشتباه کوي ځکه يو خو هغه عرب مهاجرين له طالبانو څخه دمخه افغانستان ته راغلي ؤ، بل دا چې امريکايانو له قيد او شرط څخه پرته د خپلو غوښتنو منل غوښتل او د جنجال د حل په موخه يې د طالبانو وړانديزونو ته هيڅ غوږ نه نيوه او بله دا چې طالبان د خپل اسلامي او ملي مکلفيت له مخې مجبور ؤ چې امريکا ته د دوی له مطلق سپارلو او يا د امريکا په غوښتنه د دوی په وړاندې له اقدام څخه انکار وکړي. که د طالبانو پر ځای هغه مهال د هر چا حاکميت وای او ځان ته يې ريښتونی مسلمان ويلای حتماً به يې د طالبانو په څير موقف خپلاوه .
د امريکايانو د اشغال دوام هم د طالبانو روانه مبارزه نده که طالبان جګړه بس هم کړي تر څو چې ځينې افغانان په افغانستان کې د امريکايانو شتون يوه اړتيا ګڼي او له خپل ولس څخه د امريکايانو دفاع کوي او د امريکايانو پر ځای د اشغال د ساتنې او بقاء په لار کې قرباني ورکوي امريکايان به حتماً داسې يو کم قيمته اشغال ته دوام ورکوي او کله به هم له افغانستان څخه په خپله خوښه وتلو ته زړه ښه نکړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي